کهر: پاکستان د ولسمشر غني موقع له لاسه ورکړې

ولسمشر غني او شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني د ولسمشرۍ په لومړنیو شپو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د پوځ ځینو مشرانو او لومړي وزیر نواز شریف سره ولیدل.
    • Author, عادل شاه زیب
    • دنده, بي بي سي

له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي "زه په دې باور یم چې کومه موقع ولسمشر غنۍ واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته ورکړه، دې حکومت هغه له لاسه ورکړه."

اغلې کهر وویل، کله چې افغان ولسشمر اشرف غني واک ته ورسېد د دې سربېره چې هغه مهال افغانان پاکستان ته د لاس غځولو خلاف وو خو بیا هم نوموړي ډېره هڅه وکړه چې پاکستان ته نژدې شي خو پاکستان هغه موقع له لاسه ورکړه.

حنا رباني کهر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان کومو غوښتنو منلو ته تيار و وويل "اشرف غني هغو کړنو ته اماده و کومې چې د پاکستان پخوانۍ هيلې دي. ولسمشر غني دا منلې وه چې له هنده به پوځي سامان الات نه رانيسي، افغان پوځي زده کوونکي به د پاکستان په پوځي اکاډمۍ کې روزنه ترلاسه کوي، او پر دې سربېره د ټرانزيټ فيس پر کمولو هم اماده و".

داسې ویل کېږي چې د افغانستان په اړه تګلاره کې د پاکستان حکومت سره دومره واک نه شته او ټول واک له پوځ سره دی خو اغلې رباني کهر په دې اړه وويل، تر کومه چې له پولې او امنيت سره تړاو لري په دې کې پوځ لوی رول لري، خو په اقتصادي برخه کې ټول واک د ملکي حکومت په لاس کې دی.

کهر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حنا رباني کهر وايی کومې اړیکې چې زموږ په وخت کې وې حالات له هغې ډېر خراب شوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د خرابو اړيکو يو لوی علت د حقاني شبکې او هغو وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو غوښتنه ده چې د سولې بهېر ته غاړه نه ږدي او په افغانستان کې په پرله پسې توګه بریدونه کوي.

امريکا هم له اوږدې مودې راهسې د حقاني شبکې پر وړاندې د عملیاتو غوښتونکې ده خو ایا اوس یې وخت رارسېدلی چې پاکستان دې عمليات پيل کړي؟

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، لومړی بايد افغان حکومت په پاکستان کې مېشت خپل اتباع خپل هېواد ته ستانه کړي، وروسته که په پاکستان کې ځينې وګړي پاتي شي او افغان حکومت يې پر وړاندې د عملياتو غوښتنه کوي دا پر ځای خبره ده، دا داسې ده لکه پاکستان چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملياتو غوښتنه کوي.

اغلې کهر وايي پاکستان بايد په عمل کې ثابته کړي چې څه يې په وس پوره وي هغه وکړي او بيا دې له افغانستانه غوښتنه کوي.

ولسمشر غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني څو ورځې وړاندې وویل چې یو طالب مشر ورته ویلي دي که پاکستان مرسته ونه کړي طالبان یوه میاشت هم مقامت نه شي کولی.

د حنا رباني کهر په وينا "پاکستان له لرې پرتو هېوادونو لکه بريتانيا يا امريکا سره د اړيکو ښه کولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي خو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د اړيکو په اړه بيا هغه انګېزه او همغږي نه ترسترګو کېږي "

نوموړې وايي د پييلز ګوند د حکومت پر مهال چې له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره کومې هڅې شوې وې اوسنی حکومت يې په پرمختګ کې ناکام شوی دی.

حنا رباني کهر وايی کومې اړیکې چې زموږ په وخت کې وې حالات له هغې ډېر خراب شوي.

څو ورځې وړاندې هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه هېوادونو شپږمه ناسته چي د ۴۰ هېوادونو استازو په کې برخه لرله ولسمشر غني پر پاکستان نیوکې وکړې او وویل پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي، چې دغه هېواد "له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي."

د ولسمشر غني دغه څرګندونې د پاکستاني چارواکو له یو شمېر غبرګونو سره مخ شوې.