طالبان: له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنیوي په موخه یوې ګډې کاري کمېټې کار پیل کړی

افغانستان پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له پاکستان سره د سرحدي شخړو د مخنیوي په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوې ګډې کاري کمېټې په کار پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ډېورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شول.

ویل کېږي چې دې پېښه کې یو تن ووژل شو او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اریانا نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې وویل دوی نه غواړي، چې له هېڅ ګاونډي سره په شخړو کې ښکیل شي :

''د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له هېڅ ګاونډي هېواد سره جګړه و نه شي. د افغانستان خلک تازه ارامتیا ته رسېدلي، نه غواړو د خلکو ارامتیا ګډه وډه شي. په عین حال کې غواړو چې د خپلې خاورې او سرحدونو ساتنه وکړو. د افغانستان او پاکستان تر منځ یوې ګډې کاري کمېټې کار پیل کړی او غونډې کوي چې راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیسي. ''

تر دې وړاندې د ډېورنډ پرکرښه د سپین بولدک او چمن ترمنځ ساحه کې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوي دي ، چې له کبله یې څو ځله دغه لار د خلکو او سوداګریزو ګاډو پرمخ تړل شوې ده .

دوې ورځې وړاندې په کندهار کې د سپين بولدک - چمن ترمنځ پر ډېورنډ کرښه دروازه پر دوشنبه د نومبر ۲۱مه له یوې اوونۍ تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

پاکستاني اړخ دا دروازه تېره یکشنبه تر هغه وروسته وتړله، چې یوه ناپېژاند وسلوال د افغانستان له غاړې پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې، یو کس یې وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.

د دې دروازې د تړل کېدو له کبله د کرښې دواړو خواو ته زرګونه کسان او په سوداګریزو توکو بار موټرونه ایسار پاتې وو.