د سپين بولدک او چمن لار ترلې ده

د ویډیو تشریح، د سپين بولدک او چمن لار ترلې ده

د افغانستان په کندهار کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار د طالبانو او پاکستانۍ ملیشو ترمنځ له نښتې را وروسته تړلې ده.

دواړه لوریو ته زرګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، ایسار دي. په دغه پېښه د افغان لوري درې ولسي خلک وژل شوي اوو له ۲۵ ډېر ټپیان دي.

پر کرښه اېسار خلک د لارې د پرانیستو غوښتنه کوي. حفیظ الله معروف پرې رپوټ لري.