هالنډ محکمې ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو هوايي برید ناقانونه بللی

د ۲۰۱۰ کال دې تصویر کې نېدرلنډ ځواکونه په روزګان کې د ګزمې په حال کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۱۰ کال دې تصویر کې نېدرلنډ ځواکونه په روزګان کې د ګزمې په حال کې لیدل کېږي.
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د هالنډ یوې محکمې پرېکړه کړې چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د رزوګان پر یوه استوګنیزه سیمه د دغه هېواد د ځواکونو هوايي ګوزارونه چې له امله یې ۲۰ ملکي کسان وژل شوي وو، ناقانونه وو او نېدرلنډ یې باید قربانیانو ته تاوان ور کړي.

هالنډ دفاع وزارت مخکې ویلي و، له هغو کورونو طالب وسله والو د دوی پر ځواکونو ډزې کولې، چې په نښه شوي وو، خو محکمې د دفاع وزارت هغه شواهد چې وښيي د نېدرلنډي ځواکونو د هوايي برید پر مهال طالبان په دغه سیمه کې موجود وو، کمزروي ګڼلي دي.

د ۲۰۰۷ کال د جون پر ۱۷مه د هالنډ ځواکونو ایف ۱۶ جنګي الوتکو په نیمه شپه د رزوګان پر چورې ولسوالۍ ۲۸ رهبري کېدونکې بمونه وغورځول چې له امله یې کابو ۲۰ ملکي کسان وژل شوي وو.

خو د هالنډ ځواکونو دې برید ته کابو دوه کاله وړاندې یو ځل بیا هغه مهال پام ور واوښت چې د دغه هېواد یوه پخواني تجربه کار سرتېري یې په اړه یو راپور خپور کړ او د یاد برید مشروعیت یې پکې وننګاوه.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د نېدرلنډ د دفاع وزارت اړ شو چې له څارنوالانو یې په اړه د لا نورې پلټنې غوښتنه وکړي.

د هالنډ دفاع وزارت مخکې استدلال کاوه چې له یادو کورونو وسله والو طالبانو د دوی پر ځواکونو ډزې کولې، خو محکمې ویلي، داسې شواهد چې وښيي د بمبارۍ پر مهال په کلي کې طالبان موجود و، نشته، نو ځکه دغه برید د بشري حقونو خلاف عمل دی او نېدرلنډ یې باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ور کړي.

د پېښې د قربانیانو مدافع وکیلې الیزابیت زیګ‌ولډ اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، په سیمه کې د طالبانو د شتون په تړاو له نېدرلنډ ځواکونو سره تر ټولو وروستي معلومات لږ تر لږه د ۱۵ ساعتونو وړاندې مهال دي.