په هالنډ کې د "جنګي جرمونو" په تور د یوه افغان وګړي محاکمه پیل شوه

زندان پلچرخی

د عکس سرچینه، SIGAR

د عکس تشریح، د څرخي پله زندان

د هالنډ د هاګ په یوه محکمه کې د يوه افغان وګړي محاکمه چې په ۱۹۸۰ لسيزه کې په جنګي جرمونو تورن و، نن (۱۶ فبروري) پيل شوه.

دغه کس چې ۷۸ کاله عمر لري د عبدل ر (R)په نامه پېژندل شوی دی. دغه کس له ۲۰۰۱ کاله راهيسې په هالنډ کې اوسېده، وروسته يې د هالنډ تابعيت ترلاسه کړ چې بيا په ۲۰۱۹ کال کې ونيول شو.

څارونوال وايي چې نوموړی له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ کلونو پورې د کابل په ختيځ د څرخي پله زندان مشر و، چې ویل کېږي هلته د پخواني شوروي اتحاد ملاتړي رژيم، مخالفان له عادلانه محاکمې پرته په "وحشتناکو شرايطو" کې ساتل کېدل.

خو ياد کس دغه تورونه رد کړي او وايي چې په ناسم ډول پېژندل شوی دی.

د اروپا هاګ محکمه د سوريې او افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هېوادونو کې په جنګي جرمونو کې ښکېل کسان محاکمه کوي.

يوې څارنوالې ميریم بلوم، اې اېف پي خبري اژانس ته وويل، "دا محاکمه د هغه کس په اړه ده چې موږ باور لرو په افغانستان کې يې جنګي جرمونه ترسره کړي دي".

نوموړې وويل، "موږ فکر کوو چې ده په يوه هغه زندان کې د قومندان او د سياسي چارو د رئيس په توګه کار کاوه، چېرته چې بنديان له ازادۍ بې برخې شوي او غيرانساني چلند ورسره شوی دی".

عبدل ر د څلورو ماشومانو پلار دی چې د سپين ږيرو په ګاډۍ (ويلچير) کې محکمې ته حاضر شوی او دغه تورونه يې رد کړي دي.

دغه شخص محکمې ته ويلي، "زه هغه کس نه يم چې تاسو يې په لټه کې ياست". ده بيا د محکمې پوښتنو ته له ځواب ويلو ډ‌ډه وکړه، ځکه ده ويل "ناسم احساس لري او غواړي بېرته زندان ته ستون شي".

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۹۲ کال کې د څرخي پله زندان ته د ننوتلو دروازه

څارنوالانو ويلي، چې پوليسو په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې پلټنې پیل کړې چې معلومه شوه د څرخي پله زندان يو پخوانی قومندان په هالنډ کې اوسېږي.

اغلې بلوم وويل، "موږ بالاخره هغه وموند. د عامه څارنوالۍ څانګه په دې نظر ده چې هغه دلته (هالنډ کې) په جعلي نامه ژوند کاوه".

هالنډي چارواکو په بېلابېلو هېوادونو کې له ۲۵ شاهدانو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

ميريم بلوم وويل، "موږ باوري يوو چې اصلي کس مو محکمې ته وړاندې کړی دی".

د څرخي پله زندان د خراب وضعيت او سختو شرايطو له امله مشهور دی، چې په افغانستان کې د بېلابېلو رژيمونو له خوا په کې بنديان ساتل کېدل.