'بریتانیا افغانستان او عراق کې پر جنګي جرمونو پرده اچولې'

د عکس سرچینه، PA
د برتانيا حکومت او پوځ تورن شوي چې افغانستان او عراق کې يې د برتانيايي ځواکونو له خوا پر شويو ناقانونه وژنو پرده اچولې ده. د بي بي سي او 'سنډې ټايمز' ورځپاڼې په يوه پلټنه کې له ۱۱ برتانوي پلټونکو سره خبرې شوې دي.
هغوى وايي، د جنگي جرمونو کره شواهد يې موندلي دي.
پلټونکو ويلي، جدي پېښې نه دي څارل شوې او ربړونې او وژنې له پامه غورځول شوې دي.
دا نوي شواهد له دوو جلا پلټونکو ډلو لاس ته راغلي چې افغانستان او عراق کې پر برتانوي ځواکونو د جنگي جنايتونو د تورونو د څېړنې لپاره گومارل شوې وې.
دا دواړه پلټونکې ډلې وروسته لغوه اعلان شوې. "د عراق تاريخي تورونو ټيم" په نامه د يوې پلټونکې ډلې پخواني غړي د بي بي سي "پانوراما" خپرونې ته ويلي، د برتانيا دفاع وزارت د هېڅ يوه سرتېري د محاکمې نيت نه درلود چې د هرې کچې واى، مگر دا چې محاکمه يې خورا ډېر اړينه ترې د ځان خلاصولو لار نه شواى موندل کېداى.
يوه بل پخواني پلټونکي ويلي، د جنگي جنايتونو قربانيان سخت ناهيلي پرېښودل شوي.
افغانستان کې د جنگي جنايتونو د تورونو د پلټنې لپاره د نارتموور عملياتو په نامه يوه ډله په ٢٠١٤ م کال کې جوړه شوه.

دغې ډلې د ٢٥ ناقانونو وژنو پېښې وارزولې، خو وړاندې له دې چې د پېښو ان له يوه افغان شاهد سره د خبرو موقع ومومي، حکومت يې د ړنگېدا اعلان وکړ.
د دغې پلټونکې ډلې يوۀ غړي ويلي، نظر يې دا دى چې د دغو قربانيانو هر يوۀ د سمې ارزونې حق درلود او قانوني بهير بشپړ شوى واى.
خو د برتانيا دفاع وزير د جرمونو د پټولو ادعا رد کړې او وايي، عمليات له قوانينو سره سم ترسره شوي او د ادعاوې پراخه پلټنه شوې.
د بي بي سي پلټونکې ډلې د جنگي جنايتونو ځينې ادعاوې بيا ارزولې.

يوه پېښه چې د عراق د جنگي جنايتونو د تورونو پلټونکې ډلې پلټلې وه، د يوه عراقي پوليس افسر وه چې ادعا له مخې يوه برتانوي سرتېري په ٢٠٠٣ کال په بصره کې د گزمې پر مهال وژلى و.
په ٢٤ ساعتونو کې د پوځ پلټنو موندلې وه چې گواکې عراقي پوليس لومړى ډزې کړې او برتانوي سرتېري په دفاعي اقدام کې وژلى دى. دا موندنې د يوۀ بل برتانيوي سرتېري پر شاهدۍ ولاړې وې.
خو له ٨٠ برتانوي سرتېرو سره له مرکو وروسته د عراق د تاريخي تورونو پلټنې ټيم موندنې بيا بېلې وې او د دغه سرتېري د محاکمې او د پېښې د پټولو په تور د رپوټ د چمتو کوونکي افسر د رسمي تورنولو لارښوونه يې وکړه، خو پوځي څارنوالانو څوک محاکمه کړي نه دي.
د برتانيا د دفاع وزارت يوۀ وياند بي بي سي ته ويلي، پر دغو دوسيو له جدي غور وروسته د پوځي څارنوالۍ خپلواکې ادارې د نه محاکمې پرېکړه کړې.










