ټرمپ افغانستان کې په جنګي جرم دوه تورن امریکايي پوځيان وبښل

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې په جنګي جرمونو دوه تورن امریکايي پوځيان بښتلي دي. تورن متیو ګلسټین د طالبانو د یوه غړي په وژلو تورن شوی چې ټاکل شوې وه یو کال وروسته محاکمه شي.
سټوان کلېنټ لورسانس هم خپل تر لاس لاندې پوځيانو ته پر دوو ولسي وګړو د ډزو د امر له کبله محاکمه او تورن شوی و. هغه اوس په ۱۹ کلن بند کې دی.
سټوان په ۲۰۱۳ کال په کندهار کې پر دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ناقانونه توګه د ډزو امر ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ ددغو دوو مجرمانو پر بښلو سربېره، د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو یو بل پوځي، چې د داعش له یوه وژل شوي غړي سره یې انځور اخیستی و او ملنډې یې پرې وهلې، هم بښلی دی.
پر اډوارډ ګالاکر تور په عراق کې د جنګي جرمونو نور تورونه هم لګول شوي وو.

د عکس سرچینه، NY
د ټرمپ د بښلو له دې اعلان سره پر هغه نیوکې ډېرې شوې دي او د امریکا د مدني ازادیو ټولنې د ملي امنیت پروژې ډایرکټرې حنا شمسي ویلي، ښاغلي ټرمپ ددغو کسانو په بښلو سره د ولسمشرۍ له واکه په استفادې "بې شرمانه ګټه" اخیستې ده.
اغلې شمسي زیاتوي: "ټرمپ ښکاره پیغام استولی، چې قانون، اخلاقو، پوځي عدلي نظام او هغو کسان درناوی نه لري چې پوځ کې دي او جنګي قانوني عملي کوي."
نیوکګرو ویلي، د ټرمپ دا کار دا پیغام لري چې ګني په جنګي چاپېریال کې له دا ډول جرمونو سره دا رنګه چلن باید ونه شي.
ټرمپ په تېره اګسټ میاشت کې په جنګي جرمونو د تورنو امریکايي پوځيانو د بښلو اعلان کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۶۷ کال، نړیوالې جنايي محکمې په یوه راپور کې ویلي وو داسې دلایل شته چې پربنسټ یې ویل کېدای شي چې وسله والو طالبانو د بشریت ضد جرمونه، امریکايي ځواکونو او افغان حکومت اړونده امنیتي ادارو د ځورونې او ناسم چلند اړوند جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، د امریکايي ځواکونو له خوا د دغو جرمونو زیاته برخه په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په افغانستان کې او له افغانستانه د باندې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې په مرکزونو کې شوي دي او د ادعا له مخې ځینو یې تر ۲۰۱۴ کال پورې دوام درلود.








