استرالیا ښايي افغانستان کې د 'جنګي جرمونو' په تور خپل سرتیري تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي

د استرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، لومړي وزیر سکاټ مورېسون د دې ځانګړو څېړنو داعلان پرمهال وویل چې خپلو خلکو ته "یو سخت خبر لري".

د استرالیا لومړي وزیر ویلي افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو ادعاوو د سپيناوي لپاره ځانګړې څېړنې کیږي چې له مخې به یې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې د مسؤلو سرتیرو د نیولو ارزونه به کیږي.

لومړي وزیر سکاټ مورېسون د دې ځانګړو څېړنو داعلان پرمهال وویل چې خپلو خلکو ته "یو سخت خبر لري".

هغه وویل: "د ځینو پېښو او مسلو د پام وړ موارد پاتې دي چې په اړه یې باید څېړنې بشپړې شي او دا ډول څېړنې د څرنګوالي له پلوه پېچلې وي".

ښاغلي مورېسون زیاته کړه چې د ځانګړي پلټونکي دفتر د پوځ د اقداماتو د ارزونې او د اړتیا په صورت کې د سرتېرو له خوا د جرم ترسره کولو د اعلان واک لري.

په دې وروستیو کلونو کې د استرالیايي سرتیرو له خوا د ناسم چلن او افغان ملکی وګړو او زندانیانو د وژلو رپوټونه خپاره شوي دي.

له دې ډلې اې بي سي او د استرالیا ملي راډیو تلویزیون په دې اړه رپوټونه خپاره کړل چې په پایله کې یې د دې رسنیو مرکزي دفترونه د پولیسو له خوا وپلټل شول.

په تېرو څلورو کلنو کې د استرالیا پوځ په افغانستان کې د دوی د سرتېرو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو د ادعاوو په اړه پټې څېړنې کړي دي.

لومړي وزیر سکاټ مورېسون خبریالانو ته وویل چې د دې څېړنو پایلې تېره اوونۍ حکومت ته سپارل شوي دي.

تېروه اوونۍ په رپوټونو کې وویل شول چې دې څېړنو کې ۵۵ پېښې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوي دي، د احتمالي جنګي جرمونو په توګه څېړل شوي او په اړه یې ۳۳۶ کسانو شاهدي ورکړې ده.

د استرالیا پوځ د ۵۵ داسې پېښو په اړه پلټنې کړي چې شونې ده جنګي جرمونه ترسره شوي وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د استرالیا پوځ د ۵۵ داسې پېښو په اړه پلټنې کړي چې شونې ده جنګي جرمونه ترسره شوي وي

د دې پېښو په اړه ډېر مالومات په واک کې نشته خو د استرالیا رسنیو د ادعا له مخې د څو جنګي جنایتونو جزئیات مستند او خپاره کړي دي.

په تېره مارچ میاشت کې اې بي سي شبکې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو د یوه سرتیري داسې انځور خپور کړ چې د دې رسنۍ په وینا د یوه بې وسلې افغان وګړي پر سر د ويشتلو په حال کې لیدل کیږي.

د استرالیا لومړي وزیر وویل د پوځ په رپوټ کې ویل شوي چې د دې هېواد په پوځي ځواک کې جدي ستونزې شته.

ښاغلي مورېسون وویل ادعا شوې جنګي جرمونه په پوځ کې د شته دود، مقرراتو، قوماندې او په پوځ کې د اوسني چاپيریال په رڼا کې شوي دي.

هغه ژمنه وکړه چې په پوځ کې د شته دود د بدلون لپاره به یو پلاوی وټاکل شي.

افغانستان کې لا هم شاوخوا ۴۰۰ استرالیايي میشت دي.