تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استرالیا ښايي افغانستان کې د 'جنګي جرمونو' په تور خپل سرتیري تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي
د استرالیا لومړي وزیر ویلي افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو ادعاوو د سپيناوي لپاره ځانګړې څېړنې کیږي چې له مخې به یې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې د مسؤلو سرتیرو د نیولو ارزونه به کیږي.
لومړي وزیر سکاټ مورېسون د دې ځانګړو څېړنو داعلان پرمهال وویل چې خپلو خلکو ته "یو سخت خبر لري".
هغه وویل: "د ځینو پېښو او مسلو د پام وړ موارد پاتې دي چې په اړه یې باید څېړنې بشپړې شي او دا ډول څېړنې د څرنګوالي له پلوه پېچلې وي".
ښاغلي مورېسون زیاته کړه چې د ځانګړي پلټونکي دفتر د پوځ د اقداماتو د ارزونې او د اړتیا په صورت کې د سرتېرو له خوا د جرم ترسره کولو د اعلان واک لري.
په دې وروستیو کلونو کې د استرالیايي سرتیرو له خوا د ناسم چلن او افغان ملکی وګړو او زندانیانو د وژلو رپوټونه خپاره شوي دي.
له دې ډلې اې بي سي او د استرالیا ملي راډیو تلویزیون په دې اړه رپوټونه خپاره کړل چې په پایله کې یې د دې رسنیو مرکزي دفترونه د پولیسو له خوا وپلټل شول.
په تېرو څلورو کلنو کې د استرالیا پوځ په افغانستان کې د دوی د سرتېرو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو د ادعاوو په اړه پټې څېړنې کړي دي.
لومړي وزیر سکاټ مورېسون خبریالانو ته وویل چې د دې څېړنو پایلې تېره اوونۍ حکومت ته سپارل شوي دي.
تېروه اوونۍ په رپوټونو کې وویل شول چې دې څېړنو کې ۵۵ پېښې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوي دي، د احتمالي جنګي جرمونو په توګه څېړل شوي او په اړه یې ۳۳۶ کسانو شاهدي ورکړې ده.
د دې پېښو په اړه ډېر مالومات په واک کې نشته خو د استرالیا رسنیو د ادعا له مخې د څو جنګي جنایتونو جزئیات مستند او خپاره کړي دي.
په تېره مارچ میاشت کې اې بي سي شبکې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو د یوه سرتیري داسې انځور خپور کړ چې د دې رسنۍ په وینا د یوه بې وسلې افغان وګړي پر سر د ويشتلو په حال کې لیدل کیږي.
د استرالیا لومړي وزیر وویل د پوځ په رپوټ کې ویل شوي چې د دې هېواد په پوځي ځواک کې جدي ستونزې شته.
ښاغلي مورېسون وویل ادعا شوې جنګي جرمونه په پوځ کې د شته دود، مقرراتو، قوماندې او په پوځ کې د اوسني چاپيریال په رڼا کې شوي دي.
هغه ژمنه وکړه چې په پوځ کې د شته دود د بدلون لپاره به یو پلاوی وټاکل شي.
افغانستان کې لا هم شاوخوا ۴۰۰ استرالیايي میشت دي.