تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استراليا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنه کوي
د استرالیا پوځ د پلټنې اداره وايي، د هغو رپوټونو په اړه پلټنه کوي چې وايي، ښايي استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه تر سره کړې وي.
دغه پلټنه تر هغه وروسته تر سره کېږي چې استرالیايي رسنیو د جولای په میاشت کې راپور ور کړ چې پوځیانو یې په افغانستان کې د یوه ماشوم وژل پټ کړي دي.
د استرالیا د پوځ د تفتیش ادارې په یوه وینا پاڼه کې په دې اړه د پلټنو په ترسره کولو ټینګار شوی او زیاتوي چې دغه احتمالي سرغړونې ښايي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوي وي.
د پوځي څار ادارې غوښتنه کړې که هر څوک په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له خوا له جنګي اصولو د سرغړونې په اړه سندونه او یا معلومات ولري نو دوی ته دې وسپاري.
په تیره جولايي میاشت کې امریکايۍ رسنۍ (اې بي سي) په افغانستان کې د استرالیايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه سلګونه پټ او محرم اسناد خپاره کړي دي.
(اې بي سي) په خپل رپوټ کې ویلي وو چې استرالیايي ځواکونو یو افغان ماشوم وژلی او بیايي دغه پيښه پټه کړې ده.
په استرالیا کې مېشت افغان خبریال عبدالله علیزي بي بي سي ته وویل، د استرالیايي ځواکونو د جرمونو په اړه نور شواهد هم شته:
"په روزګان کې هم چې استرالیايي ځواکونو پر یوه کور چاپه ووهله، یو پلار او زوی یې ووژل. په پیل کې ادعا وه چې پلار یې له وسله والو سره لاس لري، خو وروسته معلومه شوه چې هغوی بې ګناه وو. "
ښاغلی علیزی زیاتوي، په ټوله کې استرالیایان اوس غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت پر څرنګوالي پوه شي.
د ناټو سازمان په مشرۍ استرالیا خپل ځواکونه افغانستان ته واستول چې ډېر په اروزګان کې میشت و.
دغه هېواد لاهم په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت په اډانه کې سرتیري لري، چې د افغان ځواکونو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري.
د استرالیا دفاع وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې افغانستان ته ۳۰ نور پوځي سلاکاران استوي.
په افغانستان کې ټولټال ۳۰۰ استرالیايي ځواکونه مېشت دي.