تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استرالیا افغانستان ته ۳۰ نور سرتېري استوي
د استرالیا د دفاع وزیرې ویلي، هېواد یې افغانستان ته د ۳۰ نورو سرتېرو استولو هوډ لري.
ماریس پایني ویلي، ددغو نورو پوځي سلاکارانو دنده به د افغان سرتېرو روزونه او هغوی ته سلا مشورې ورکول وي.
نوموړې وايي، د نویو سرتېرو په استولو سره به افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو شمېر ۳۰۰ کسانو ته ورسېږي.
د روانې مې میاشتې لومړیو کې امریکايي چارواکو افغانستان ته له طالب جنګیالیو سره د جنګېدو لپاره د لږترلږه ۳۰۰۰ نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه.
په تېره فبرورۍ میاشت کې، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي وو، افغانستان ته د ناامنیو د مخنیوي لپاره نورو امریکايي سرتېرو استولو ته اړتیا ده.
د استرالیا د دفاع وزیرې د دوشنبې په ورزځ پارلمان ته په وینا کې ویلي: ''دا چې افغانستان د ترهګرۍ پروړاندې د نړیوالې مبارزې مرکز دی، په مناسب وخت او مناسب د پرېکنده ملاتړ ځواکونو چوکاټ کې همکاري مهمه ده.''
هغې دا هم ویلي، په پوځي ماموریت کې د نورو هېوادونو سرتېرو استولو ته هم اړتیا ده.
په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پروړاندې د امریکا جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پایه و، د افغان ځواکونو ملاتړ ته ځانګړو امریکايي ځواکونو خپل ماموریت وغځاوه.
دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۳٫۰۰۰ سرتېري مېشت دي، چې ۸٫۴۰۰ یې امریکایان دي.
تېره میاشت وسله والو طالبانو مزار شریف ښار کې د پوځ پر قل اردو تر هغه خونړي برید وروسته افغانستان کې د 'پسرلنیو عملیاتو' پیلولو اعلان وکړ، چې لږترلږه ۱۳۵ افغان پوځيان په کې ووژل شول.