بریتانیا مېشتې افغانې موسکا ساپۍ څنګه د بريتانیا د تکواندو ملي سیالیو دویم مقام وګاټه؟

د عکس سرچینه، Fazl Safi FB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
یوې بریتانیا مېشتې افغانې موسکا ساپۍ د دغه هېواد په کچه د تکواندو په ملي سیالیو کې د سپينو زرو مډال ګټلی دی.
موسکا وايي، په دغو سیالیو کې د بریتانیا له بېلا بېلو سیمو شاوخوا زرو لوبغاړو ګډون کړی و چې دې په درو لوبو کې دوه هغه وګټلې او د تکواندو ملي سیالیو دویم مقام یې خپل کړ.
له بي بي سي سره په خبرو کې موسکا ساپۍ وویل، "زه په بریتانیا کې په ملي کچه لوبې کوم. دا وروستۍ لوبې مو په شیفیلډ کې وې، زرو تنو ګډون پکې کړی و. ما د سپينو زرو مډال پکې وګاټه او دویم مقام مې خپل کړ."
شپاړس کلنه موسکا ساپۍ اوس د بریتانیا د تکواندو ملي لوبډلې غړې ده او تور کمر بند لري.
"لوبې بریتانیا کې کوم خو د افغانستان لپاره یې کوم"
موسکا له تېرو شپږو کلونو راهیسې تکواندو لوبه کوي او په لنډ وخت کې یې تورکمر بند تر لاسه کړی دی.
دا وايي، که څه هم لوبې په بریتانیا کې کوي خو په خبره یې، "سمه ده چې بریتانیا کې یم، خو زه ټولې لوبې د افغانستان لپاره کوم. د افغانستان د نوم لپاره یې کوم. ځکه چې زه افغانه یم."

د عکس سرچینه، Fazl Safi FB
موسکا ساپۍ په یوه داسې کورنۍ کې زېږېدلې چې د پلار په ګډون یې څو خویندې او وروڼه هم دا لوبه کوي.
دا وايي، "له تکواندو سره مې له ماشومتوبه مینه ده. ځکه چې پلار مې هم د تکواندو استاد و او بله دا چې دا یو ښه ورزش دی."
د موسکا پلار: ځينو به پېغور راکاوه چې پر نجونو چا تکواندو کړې؟
د موسکا پلار فضل ساپي پرخپله فیسبوکپاڼه د دې ګڼ عکسونه خپاره کړي او افغانانو ته یې د خپلې لور د دغه بري مبارکي ویلې ده.
په کمنټونو کې خلکو ډول ډول خبرې ورته لیکلې دي.
خو ښاغلي ساپي ته دا نوې خبره نه ده او اوس د ویاړ احساس کوي چې "لور یې د افغانستان نوم روښانه کړی دی."
دی وايي چې ځينو خلکو وخت نا وخت په غوږ وهلی دی چې په لوڼو باندې تکواندو کوي.

د عکس سرچینه، Fazl Safi FB
فضل ساپی زیاتوي، "اشنایانو او پېژندګلو کسانو به ډول ډول خبرې راته کولې. چا به ویل چې دا د افغاني دود او کلتور خلاف کار دی. چا به ویل چې په نجونو ولې دروند ورزش کوې او لویو لویو سیالیو ته یې وړې. خو ما به مثبتې خبرې ورته کولې او د قناعت ورکولو هڅه به مې کوله."
که څه هم په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ورزش په بېلا بېلو برخو کې د ښځينه لوبغاړو برخه ښه شوې وه خو لا هم د دغه هېواد دودیزه ټولنه کې ګڼې کورنۍ زړه نه ښه کوي چې نجونې یې ورزشي سیالیو کې ولوبېږي او یا د تکواندو په څېر رزمي لوبې وکړي.
خو فضل ساپی وايي، د لوبو تر څنګ په هېڅ ډګر کې باید د نجونو او هلکانو تر منځ توپير ونه شي.
"دغه مډال څو کاله مخې یوه هلک ګټلی و خو دا ځل زما لور دا مډال موږ ته راوړ. مور او پلار چې څومره زحمت پر زامنو باسي هماغومره باید پر نجونو هم وباسي. باید فرق پکې ونه کړي او دا ونه وايي چې ښځه خو یا د کور ده او یا د ګور."
د موسکا د پلار په خبره، هغې په لنډه موده کې ډېر ځان ځلولی دی، ان دومره چې په دې کم عمر کې د بریتانیا د تکواندو ملي لوبډلې په ځينو سیالیو کې د لوبڅارې په توګه هم د لوبې ارزونه کوي.
پلار یې خوښ دی چې د بریتانیا بېرغ تر څنګ یې لور په هره لوبه کې د افغانستان بېرغ هم له ځانه سره "لوړ ساتي"
"د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او ورزش دروازې باید خلاصې شي"

د عکس سرچینه، Fazl Safi FB
موسکا ساپۍ کې په بریتانیا کې خپل دغه بري ته خوشاله ده نو د افغان نجونو وضعیت ته خواشينې هم ده او ترې غواړي چې همت دې له لاسه نه ورکوي او مبارزې ته دې دوام وکړي.
دا د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو وضعه شویو بندیزونو او په ځانګړي ډول تر اووم پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ته اندېښمنه ده.
موسکا وايي، "افغانستان کې د نجونو وضعیت ښه نه دی. ښوونځي یې پر مخ تړل شوي دي. حکومت باید د نجونو پر مخ د ښوونځيو او د ورزش دروازې پرانیزي."
د موسکا ساپۍ کورنۍ په ۲۰۰۲ کې بریتانیا ته کډه شوې او دې پخپله یوازې یو ځلې افغانستان ته په ۲۰۱۱ کې سفر کړی.
موسکا وايي، غواړي په راتلونکي کې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي او د بریتانیا تر څنګ د افغانستان لپاره هم نوم کمايي کړي.









