ویانا کې د طالبانو سیاسي مخالفین راټول شوي

ویانا

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د اتریش پلازمېنه ویانا کې د افغانستان د روان وضعیت د څېړلو، ننګونو او حللارو په نامه یوه غونډه جوړه شوې، چې د طالبانو د حکومت دېرشو سیاسي مخالفانو پکې ګډون کړی دی.

د یو شمېر نورو څېرو تر څنګ د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې مشر، احمد مسعود، د پخواني افغان حکومت دوه وزیران، رنګین دادفتر سپنتا او زلمی رسول، او د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل، پکې برخه لري.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې په دې ناسته کې د طالبانو پر ضد د یوه سیاسي او پوځي مقاومت د رامنځته کولو په تړاو غور کېږي.

د دې سرچینې په خبره دغه کنفرانس د بندو دروازو تر شاه ترسره کېږي، او د دې غونډې موخه د افغانستان پر راتلونکي او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د "سیاسي او پوځي مقاومت" په اړه خبرې کول دي.

دا غونډه داسې مهال جوړیږی چې په دې وروستیو کې په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې تر منځ نښتو زور اخېستی، چې دواړه خواوې پکې یوه بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.

دا وروستیو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو ګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاري یوه ډله وسله وال ځینې نیول شوي کسان په ډزو وژني.

د ملي مقاومت جبهه دا کسان خپل غړي ګڼي.

د نوموړې جبهې ویاند د دغې جبهې د ځینو غړو د وژلو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته طالبان په "جنګي جرمونو" تورن کړل.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې طالب چارواکي په دې اړه څېړنې کوي.

هغه د فرانسې خبري اژانس ته وویل، "موږ د دې په لټه کې یو چې په ریښتیا پوه شو چې دا ویډیوګانې کله ثبت شوې او باید پوهه شو چې نوې دي او کنه."

طالبان هر وخت دا ادعا کوي ، چې په تېر یوه کال کې یې یو ټول شموله نظام جوړ کړی او له هغو شخصیتونو چې په پخواني حکومت کې یې کار کړی غوښتي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

خو د دوی مخالفین دغه ډله د پخواني حکومت د کارکوونکو په نیولو او ځورولو تورنوي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په خپلو تازه راپورونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د مخالفینو وژنې، شکنجه او خپلسري نیول دوام لري.

نړیوالې ټولنې له یوه کال راهیسې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.