له اسماعیل خان او احمد مسعود سره د طالبانو لیدنې ته ضد او نقیض غبرګونونه

.

د عکس سرچینه، .

د طالبانو او د طالب مخالفو مشرانو ترمنځ ايران کې د شوې ناستې يوه ګډونوال، دا کتنه رغنده بللې او تمه يې ښوولې چې دا ډول نورې ناستې به تر سره شي، خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د جبهې وياند صبغت احمدي بيا وايي، خبرو څه پايله نه لرله.

د بادغيس پخوانى والي حسام الدين شمس چې جهادي قومندان محمد اسماعيل خان ته نژدې کس بلل کېږي بي بي سي سره خبرو کې ويلي، دوى طالبانو سره لږ تر لږه درې ناستې کړې او يو لړ غوښتنې يې په ليکلي بڼه ورته سپارلې.

ايران هم ويلي هيلمن دى چې دا خبرې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

په داسې حال کې چې ايران کې د طالبانو او د دوى د مخالفينو ترمنځ د شوې ناستې ګډونوال دا ناسته رغنده بللې، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت د جبهې وياند صبغت الله احمدي بيا وايي، خبرو څه پايله نه لرله او طالبانو له غوسې خبرې نيمګړې پرېښي.

ښاغلي احمدي بي بي سي سره خبرو کې وویل:

دا خبرې د دریو ورځو لپاره وې، دوه ورځې خبرې وشوې او په دریمه ورځ طالبان د غوسه کېدو له امله له تهران نه لاړل. دا خبرې زموږ د دوست او ګاوندي هېواد ایران په مینځګړیتوب او لوړ پوړو ایراني چارواکو په حضور کې ترسره شوې. البته دا خبرې یو ډول د حقیقت موندل و ځکه چې طالبانو په بیا بیا ویل چې د سولې پلوي دي، او موږ هم غوښتل چې دا د سیمې د هېوادونو په مخ کې په ډاګه کړو چې ریښتا هم همداسې ده که نه، ځکه موږ پوهېدو چې طالبان په هېڅ وجه د یوه خپلواک افغانستان چې د ښځو، ماشومانو او بشر حقونو او بیان ازادۍ ته ژمن وي منلو ته تیار نه دي او باور پرې نه لري. نورو هېوادونو هم دا ولیدل چې دوی دا باور نه لري. له بده مرغه طالبان پر یوه دیکتاتور، ظالم او انسان ضد نظام باور لري او د خبرو په دوو ورځو کې دا ثابته شو ه. ''

مخکې طالبانو وویل ایران ته د دوی تللي پلاوي له پخواني جهادي قومندان اسماعیل خان او د "ملي مقاومت جبهې" له مشر احمد مسعود سره لیدلي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل ته له ستنېدو وروسته کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته د دې ناستې په هکله وویل:

''هو، له قومندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره مو هم ولیدل، له نورو افغانان سره مو هم ولیدل، دوی ته مو ډاډ ورکړ، چې راتلای شي او افغانستان کې ډاډه ژوند کولای شي. دا یې خپل کور دی، موږ هیچا ته ستونزې نه رامنځته کوو. ''

د بي بي سي داود اعظمي شننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که څه هم د طالبانو لخوا د پنجشېر له نیول کېدو مخکې د طالبانو او احمد مسعود تر منځ خبرې شوې وې، خو هغه خبرې ناکامه شوې، احمد مسعود له افغانستانه ووت او طالبانو پنجشېر ونیو.

اسماعیل خان بیا له دې مخکې له افغانستانه ایران ته تللی و.

له هغه راهیسې دا لومړی ځل دی، چې دوی په برالا توګه له یوه بل سره خبرو ته کېني.

ویل کېږي چې ایران ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر هدف همدا ناسته وه.

د ملي مقاومت جبهې له لوري طالبانو ته غوښتنې وړاندې شوې دي او طالبانو بیا دوی ته بلنه ورکړې، چې افغانستان ته ورشي، خو دا معلومه نه ده، چې که د ملي مقاومت جبهې دا مشران افغانستان ته ستانه شي، طالبان به تر کومه بریده د سیاسي فعالیت یا اپوزیسیون جوړولو اجازه ورکړي.

په دې هکله د طالبانو تګلاره څرګنده نه ده او دا هم څرګنده نه ده، چې طالبانو دوی ته څه ډول وړاندیزونه کړي دي.

نړیواله ټولنه له طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي، بلکې دا د نړیوالې ټولنې یو شرط دی، چې تر څو یې غیر طالبان په حکومت یا پرېکړو کې شامل کړي نه وي، په رسمیت به و نه پېژندل شي.

بله مهمه خبره دا ده، چې طالبانو هم بیا بیا ویلي، چې اوسنی حکومت یې سرپرست دی او بدلون به پکې راځي، خو بل لور په داسې حال کې چې د طالبانو اوسني حکومت ټول لوړپوړي غړي د طالبانو خپل ملګري دي، معلومه نه ده، چې کوم غیر طالبان به په حکومت کې شامل کړي او څومره برخه به ورکوي یا به څه وخت دا چاره تر سره کوي؟ په دې اړه هم طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبان سره د ځینې جهادي قومندانانو په هکله مثبت نظر شته، چې اسماعیل خان هم له دې کسانو یو بلل کېږي او له احمد مسعود سره د تعامل په هکله هم د طالبانو ځینې غړي مثبت نظرونه لري، خو له دې لیدنې د طالبانو بله ګټه دا هم ده، چې دوی غواړي وښيي د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو پر لور ګامونه پورته کوي، چې په رسمیت د دوی پېژندل کېدو ته لار هواره شي او بله خبره دا ده، چې ښايي طالبان غواړي د ملي مقاومت جبهه چې تر یوه مشر لاندې فعالیت نه کوي، سره وویشي.

دغه راز به د احمد مسعود لپاره د دې لیدنې ګټه دا وي چې خپل اعتبار او دریځ پیاوړي کولو زمینه ورته برابره شي.