صالح: که طالبان ټولټاکنې او ټولپوښتنه ومني، مشروعیت یې منم

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، که طالبان ټولپوښتنه ومني، نو مشروعیت یې مني او خپله وسله واله مبارزه به پای ته ورسوي. هغه ټینګار کړی چې لوېدیځ باید په افغانستان کې یوه مشروع دولت په جوړېدو کې مرسته وکړي.
ښاغلي صالح د طالبانو له واکمنېدا وروسته پنجشېر ولایت ته وتښتېد او د مقاومت په نامه جبهې له مشر احمد مسعود سره یوځای شو او د پنجشېر له سقوط یوه میاشت وروسته د رپوټونو له مخې تاجکستان ته ولاړ.
ښاغلی صالح اوس د طالبانو ضد ملي مقاومت په نامه جبهه کې یومشر شخص دی چې مشري یې د هغه د پخوانی ملګري احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي.
ښاغلي صالح وویل: "موږ د وسله وال مقاومت ختمولو ته چمتو یو خو په دې شرط چې داسې یو میکانیزم جوړشي چې له مخې يې یو ریفرانډوم یا ټاکنې ترسره شي. که طالبان یې وګټې موږ به یقینا د هغوی مشروعیت ومنو، خو موږ به داسې یوې ډلې ته تسلیم نشو چې د دسیسې له لارې واکمنه شوې ده."
نوموړي د طالبانو د یوه کال واکمنۍ په اړه وویل: "د طالبانو لپاره تېر یو کال نه یوازې د ناکامۍ کال و، بلکې د هغوی اصلي څېره یې افغانانو ته وښوده، لوږه او غمیزه یې ورته راوړه او ښځې یې شا ته کړې".
دی زیاتوي د طالبانو پر وړاندې " مو مقاومت پیل کړ، تسلیم نه شوو، کلابند نه شوو او لاهم په جګړه کې یو".
ښاغلي صالح وویل، د طالبانو پر وړاندې یې خپله چریکي جګړه پیل کړې ده هغه وویل: "وسلې لرو، مهمات لرو او پر افغانستان د طالبانو واکمني مو له ستونزو سره مخامخ کړې ده".
خو،طالبانو پنجشیر او اندراب کې د وسله وال مقاومت موجودیت او نښتې رامنځ ته کېدل رد کړي دي.
صالح: لوېدیځ ملامت دی
ښاغلي صالح وویل: "لوېدیځ زموږ پوروړی دی. لوېدیځ ملامت دی او باید افغانانوسره مرسته وکړي چې یو مشروع دولت جوړ کړي."
ښاغلي صالح لوېدیځ هېوادونه تورن کړل چې ګنې پر طالبانو په کافي اندازه فشار نه راوړي او "یوازې د دوی پر ځینو کسانو یې فشار راوړی دی".
ده وویل چې له یوې خوا لوېدیځ د طالبانو له واکمنېدو وروسته "۱٫۱ میلیون ډالره د بشري حقونو د مرستو په نامه" مرسته کړې چې په وینا یې په حقیقت کې "یې له طالبانو سره مرسته کړې چې ځانونه قوي کړي".
ده وویل: "لوېدیځ ملامت او تېروتی دی. مالومه نه ده هغه پیسې چې په منظمه توګه یې د مرستې په توګه ورکوي، چېرې لګول کېږي. تر کومه چې زه پوهېږم د طالبانو والیان دا واک لري چې دا پیسې چا ته ورکړي. د مرستو لپاره باید شرطونه کېښودل شي او د پیسو ورکړه د یوه بې پرې بنسټ له لوري وڅارل شي".
د طالبانو د واکمنۍ له یو کال تېرېدو وروسته هېچا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. ښاغلي صالح وویل: "د طالبانو په رسمیت پېژندل به کورنۍ جګړه لا شدیده کړي. د ډله ییزو وژنو سبب به شي او په بې سارې کچه تاوتریخوالی به را منځته کړي."
ښاغلی صالح وايي، د مقاومت جبهه یې د لوېدیځ د مرستو جلبولو لپاره نه ده.
دی وايي، "وروستی ځل یې چې له امریکایانو سره اړیکه نیولې د کابل له سقوط څو ورځې مخکې و، د دوی پیغام ډېر واضح و، هغه دا چې وځي به".
ده وویل د "سولې بهیر د سولې لپاره نه و، بلکې د نظام د بدلولو لپاره و" چې په وینا یې امریکا د "رژیم د بدلولو" په تکل وه.
ښاغلي صالح د سکایپ له لارې مرکه کړې وه چې د اګست پر لسمه نېته ثبت شوې ده.











