سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په تړاو مو ځینې پوښتنې ځواب شوې

غني

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، محمد اشرف غني
    • Author, سیدعبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره سیګار وايي د تېرکال اګسټ کې د پخواني ولسمشر غني له وتلو سره پر هغه د پیسو د لېږدو اړونده تورونو ځينې پوښتنې ورته ځواب شوي.

سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي ولسمشر غني ورسره مخامخ له خبرو ډډه کړې خو مدافع وکیلې یې ورته له ورلېږل شویو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ هغه ځواب کړي.

رپوټ په ټوله کې پر دې پام کړی چې ګواکې د میلیونونو ډالرو لېږد په بېړني حالت کې ناشونې کار و او ښايي لسګونه زره ډالر وړل شوي وي.

د یادونې ده چې 'سیګار' ‌پخوا هم ویلي و، چې مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پرمهال ښايي له یو میلیون لږ ډالر وړي وي.

دې امریکایۍ ادارې هغه مهال زیاته کړې وه چې مخکیني ولسمشر اشرف غني ته یې په دې تړاو ځینې پوښتنې استولې دي.

د افغانستان بیارغاونې د څار ادارې خپل دغه نوي رپوټ کې ویلي په بېړني ډول چورلکو کې له افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وتلو سره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني کسانو دا هڅه کړې چې له ځانه سره میلیونونه ډالر ولېږدوي خو نه دي توانیدلي.

رپوټ کې راغلي هغو څلورو چورلکو کې چې اشرف غني او ملګري یې پکې له افغانستانه ووتل، تر یو میلیون ډالرو لږې پیسې وړل شوي، څه چې د ولسمشر او ملګرو د سفر خرڅ بلل شوی.

سر څارونکي جان سپکو ویلي، د ولسمشر غني له منډې تګ سره د پنځه میلیونو ډالرو شاوخوا کې پیسې ارګ کې پاتې شوې او د دولت نورو ادارو کې لسګونه میلیونه ډالره ورک دي چې حساب کتاب یې نه دی مالوم.

په ارګ کې د پاتې پیسو پنځه میلیونه د پخواني ولسمشر د مدافع وکیلې د ادعا له مخې د ښاغلي غني شخصي شتمني وه چې غوښتل یې خپل پلرني کلي کې پرې د مطالعاتو یو مرکز او کتابتون جوړ کړي.

سیګار ته یوه پخواني چارواکي دا هم ویلي چې د ولسمشرغني میرمن رولا غني اته سوه زره امریکايي ډالر درلودل.

د سیګار په تازه رپوټ کې ویل شوي پر ولسمشر غني د میلیونونو ډالرو د لېږد تور اړوند یې له ښاغلي غني سره د مخامخ خبرو هڅه وکړه خو هغه ونه منله. وروسته یې مدافع وکیلې له سیګار ۵۶ لیکلې پوښتنې ترلاسه کړې چې یوازې شپږو ته یې ځواب ویل شوی.

محمد اشرف غني

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ښاغلي غني تر وتلو وروسته لومړي پیغام کې له افغانانو وغوښتل هغه ګنګوسي و نه مني، چې ګواکې ده له ځان سره پیسې وړې

رپوټ کې راغلي د افغانستان د ملي امنیت کلنۍ بودیجه ۲۲۵ میلیون ډالر وه چې یوه برخه یې د طالب مخالفه ډلو پر پایدو لګول کېده، او د اګست پر ۱۴ د هیواد د ملي امنیت له خزانې دغه پیسې ورکې شوې.

خو یوه پخواني چارواکي ویلي پیسې ورکې نه بلکې طالبانو ته لېږدېدلي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست مخکیني لوی رییس احمد ضیاء سراج هم څه موده وړاندې د بي بي سي فارسي تلویزون سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د دوی کارکوونکو د ادارو د تسلمېدو پر مهال د ملي‌ امنیت خزانه کې "د پاتې پیسو او لګښتونو حساب طالبانو ته ورکړی او طالبانو رخصت کړي دي.‌"

سیګار اوس د هغه مهال د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د مرستیال رفیع فاضل په بیګ کې هم د دې ادارې میاشتنۍ بودیجې د لېږد خبره کړې او ويلي ۲۴۰ زره ډالر وو.

رپوټ وايي دا پیسې د ښاغلي محب په غوښتنې د دې ادارې له مالي څانګې ایستل شوي.

دې رپوټ کې د میلیونونو ډالرو د لېږد شونتیا رد شوې او ویل شوي چې ازبکستان ته په رسېدو چورلکې پلټل شوي، ورسره دا هم ویل شوي چې ښايي له هر چا سره له پنځو تر لسو زرو ډالرو وو چې له یو میلیون کمې کېږي او وروسته د سفر خرڅ په نوم ویشل شوي.

حمدالله محب

د عکس سرچینه، @hmohib

د عکس تشریح، مخکیني افغان ولسمشر او حمدالله محب (کیڼ اړخ) تر اوسه د سیګار دغه نوي رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی

د سیګار په رپوټ کې که څه هم د ملي امنیت د بودیجې او پیسو یادونه شوې خو دا نه ده روښانه شوې چې د دفاع وزارت په څېر نورو مهمو ادارو کې چې د جګړې لګښتونه یې سمبالول د ورکو پیسو شمېر څومره دی؟

د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي او د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور تېر کال له بدلون وروسته ویلي و څو سوه زره ډالر د ارګ له بیلابیلو برخو د دوئ ملګرو ته په لاس ورغلي خو د طالبانو حکومت نه ده جوته کړې چې له تېر حکومته څومره نغده پانګه ورپاتې شوې.