د سیګار پلټنه: مخکېني ولسمشر اشرف غني میلیونونه ډالره له ځان سره بهر نه دي وړي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې 'سیګار' په یوه تازه رپوټ کې ویلي، مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پرمهال ښايي له یو میلیون لږ ډالر وړي وي.
سیګار وايي، ثبوتونه ښيي چې د وړل شویو پیسو اندازه به "تر یو میلیون کم ډالر" وه او ښايي "۵۰۰ زره ډالر" یې له ځان سره په دریو چورلکو کې وړي وي.
سیګار په خپل رپوټ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د ولسمشرۍ دفتر له ساتونکو، ملي امنیت شورا، ملي امنیت، دفاع وزارت په ګډون له ۳۰ نورو پخوانیو چارواکو سره په همدې تړاو خبرې کړې دي.
سیګار وايي، مخکیني ولسمشر اشرف غني ته یې هم ځینې پوښتنې استولي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د سیګار مشر جان سوپکو په دې رپوټ کې چې لنډه بڼه یې ده، وايي "د افغان حکومت تر سقوط وروسته، ګڼو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګنې مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني او جګپوړو سلاکارانو یې له افغانستانه میلیونونه نغد ډالر د ازبکستان ترمز ته وړي دي".
دغه اداره وايي، ولسمشر غني او ملګرو یې کابل ته د طالبانو له راتګ سره د مخکېنیو ادعاوو برعکس، میلیونونه ډالر نه دي وړي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د پیسو ډېره برخه یې له دولتي بودیجې او ولسمشرۍ ماڼۍ دننه چارو ته ځانګړې شوې وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې پیسې
د سیګار د رپوټ پر بنسټ، دوی ته داسې مشکوک رپوټونه هم رسېدلي وو چې نژدې پنځه میلیونه ډالر ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې شوي وو او هلته د ولسمشر ځانګړو ساتونکو موندلي وو.
داسې رپوټونه هم شته چې ارګ ته د طالبانو په نژدې کېدو دغو ساتونکو د دې پیسو د وېش پر سر لانجه هم کړې ده او پيسې په درې-څلورو بکسونو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوندو ګاډو کې ایستل شوې دي.
د طالبانو لومړي وزیر هم څه موده وړاندې ادعا کړې وه چې طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ننوتو وروسته هلته نژدې یو میلیون نغذ ډالر موندلي وو.
د سیګار د رپوټ په یوه برخه کې ویل شوي چې د حکومت له سقوط سره سم د ملي امنیت اداره هم د لسګونه میلیونونو ډالرو په غلا کولو تورنه شوې ده.
سیګار وايي یوې سرچینې ورته ویلي چې د ملي امنیت علملیاتي بودیجې لپاره په ۲۰۲۱ کې ۷۰ میلیون ډالره نغدې پیسې ځانګړې شوې وې، چې یوه نامالومه اندازه یې تر ډېره د طالبانو ضد چارو باندې لګېدلې وې.
دغې سرچینې ویلي، د نظام د پرځېد په وروستیو میاشتو کې د دغوه پیسو یوه برخه ولسي خلکو ته د وسلو په اخیستو او د خپلو سیمو د ساتنې په موخه ورکول شوې دي.
یوه بل چارواکي بیا سیګار ته ویلي چې د اګسټ پر ۱۴مه یانې د کابل تر سقوط یوه ورځ مخکې دغه ډالر ورک شول، خو یوه اندازه افغانۍ یې پرېښې وې.
پيسې له چاسره وې؟
د سیګار په رپوټ کې ویل شوي، له افغانستانه د ښاغلي غني د وتو پرمهال له دوو چارواکو سره پيسې وې. د رپوټ د مالوماتو له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو د یوه چارواکي په بکس کې ۲۰۰ زره ډالر و.
دارنګه د ملي امنیت شورا له یوه پخواني چارواکي سره الوتکې ته د پورته کېدو پرمهال بکس کې ۲۴۰ زره ډالره و.
سیګار ته ځینو سرچینو دا هم ویلي، له افغانستان د وتو پرمهال د هر کس په جیب کې له پنځو تر لسو زرو ډالر وو.
سیګار په رپوټ کې وايي، د ازبکستان له هوايي ډګره تر متحده عربي امارتو پورې الوتکې ته ۱۲۰ رزه ډالره له همدغو پيسو وکړل شوي چې مخکېنی ولسمشر، مېرمن یې او ورسره تللي کسان هلته ورسوي.
ځینو روسي سرچینو هم هغه وخت ویلي وو چې ښاغلي غني تر ۱۶۹ میلیون ډالر نغدې پیسې له کابله د وتلو پرمهال په چورلکو کې ورسره وړې وې.
ښاغلي غني دا ادعاوې رد کړې وې.
پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو رسېدو پر وخت له هېواده ووت.

د عکس سرچینه، EPA
څو ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته یې د 'بشر دوستۍ' له مخې هرکلی کړی او نوموړی تر اوسه هلته مېشت دی.
له کابله تر وتلو وروسته ښاغلي غني په یوه ویډیویي پیغام کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي دي.
نوموړي وویل، ملګري ملتونه یا کومه بله خپلواکه اداره کولی شي چې په دې اړه رڼې پلټنې وکړي او دی به ورسره بشپړه همکاري کوي.
د تېر ۲۰۲۱ کال اکتوبر میاشت کې سیګار ویلي و، د هغو رپوټونو پلټنه کوي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹میلیونه ډالر وړي دي.
د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو جرګګۍ ته ویلي وو، تر دې دمه دا یوازې یو تور دی، خو دوی یې په اړه پلټنې کوي.










