سیګار پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني 'د ۱۶۹ میلیونو ډالرو د وړلو' تورونه پلټي

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وایي، د هغو رپوټونو په اړه پلټنه کوي چې ګواکې د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي.
د سیګار رئیس جان سوپکو چارشنبه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو جرګګۍ ته وویل، تر دې دمه دا یوازې یو تور دی، خو دوی یې په اړه پلټنې کوي.
نوموړي وویل، د امریکایي کانګرس د حکومتي اصلاحاتو او څارنې کومېټې ورنه غوښتنه کړې چې د دې قضیې په اړه پلټنې وکړي، خو دا وضاحت یې ونکړ چې ایا پخپله له پخواني ولسمشر غني نه به هم مخامخ پلټنې کېږي او که څنګه.
ښاغلي سوپکو تور ولګاوه چې د ښاغلي غني ټوله اداره فساد کې ښکېله وه او کاري وړتیا یې نه درلوده، او همدا یې د حکومت د سقوط یو لامل شو.
یاده دې وي چې پرځول شوی ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو رسېدو پر وخت له هېواده ووتلو.
څو ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته یې د 'بشر دوستۍ' پر اساس هرکلی کړی او نوموی تر اوسه هملته مېشت دی.
له کابله تر وتلو وروسته ښاغلي غني په یوه ویډیویي پیغام کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي دي.
نوموړي وویل، ملګري ملتونه یا کومه بله خپلواکه اداره کولی شي چې په دې اړه رڼې پلټنې وکړي او دی به ورسره بشپړه همکاري کوي.
د دې ادعاو په اړه لومړی رپوټ د رویټرز خبري اژانس کابل کې د روسیې سفیر له قوله خپور کړ، خو وروسته نورو افغانو او نړیوالو رسنیو هم دا موضوع را پورته کړه.
"فساد افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ مهم لامل و"

د عکس سرچینه، AFP
د سیګار مشر چارشنبه د کانګرس جرګګۍ ته افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت په اړه مفصلې خبرې وکړې.
نوموړي خپلو خبرو کې بیا بیا د افغانستان حکومت په چوکاټ او همدا راز نړیوالو ادارو کې د اداري فساد او د څارنې نشتون ته اشاره وکړه.
جان سوپکو تور ولګاوه چې پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د فساد د مخنیوي لړ کې خپله یوه ژمنه هم پوره نه کړه. نوموړي وویل:
"د ولسمشر غني له هوکړې وروسته ما ورسره وکتل او د فساد یوه مهمه بېلګه مې ورسره شریکه کړه. ده ژمنه وکړه چې په اړه به یې اقدام کوي. خو دا کار ونشو. نه ده څه وکړل، نه یې لوی څارنوال او نه یې هم د مالیې وزارت".
د سیګار مشر همدا راز ومنله چې امریکا د افغانستان سیاسي چاپېریال او کلتوري نزاکتونو سره بلده نه وه.
د ده په وینا، ګڼې هغه پروژې چې د جګړې د کمولو لپاره پیل شوې وې، د دې لامل شوې چې جګړه نوره هم زیاته شي.
نوموړي همدا راز پر نړیوالو مرستندویه ادارو هم نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې دې ادارو له افغان حکومت سره د خپلو مرستو په اړه سیګار سره هېڅ مالومات نه شریکول.
جان سوپکو وویل، افغانستان کې د معارف، روغتیا، د بیان ازادۍ او د مدني ټولنې د ودې برخو کې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه وشول، خو په ټوله کې ناکامۍ ډېرې وې.






