غني: د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر یم

د عکس سرچینه، ABN
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له کابله تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدا یو کال وروسته په یوه مخامخ مرکه کې د ځینو مسلو په اړه خپل نظر څرګند کړی.
ښاغلي غني اې بي اېن سره مرکه کې ویلي "د اساسي قانون پر بنسټ زه ولسمشر وم، تر هغه چې د افغانستان خلک په قانوني توګه یوه بل چا ته واک ونه سپاري، زه به ولسمشر یم. د خلکو خدمتګار وم او هېڅ وخت پر القابو متکي نه وم".
ښاغلي غني د سولې د مذاکراتو په اړه - چې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې چارې سمبالولې، نیوکه کړې او دا یې د نړیوالو معیارونو پربنسټ یوه "غمیزه" بللې ده.
ده ویلي: "په کوم ډول چې مذاکرات مدیریت شول، د سولې د نړیوالو تړونونو د تجربې له لیدلوري دا یوه فاجعه ده".
ده ښاغلی خلیلزاد تورن کړ چې "پخپلو طرحو او کار یې د افغانستان سیاسي قشر [ پوړۍ] سره وېشلی و".
"له ما سره د خلیلزاد ستونزه دا وه چې زه افغان او مسلمان وم او هغه (خلیلزاد) له خپل افغانیت او هویت هم انکار کړی".
ښاغلي غني په دې مرکه کې د تېر نظام د سولې عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله هم د جمهوریت د نه تحکیمېدو مسؤول بللی.
ښاغلي خلیلزاد او عبدالله تر اوسه د ښاغلي غني دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو لاس ته د کابل لوېدو په اړه ښاغلي غني ویلي: "مهمه خبره دا وه چې ایا جمهوریت به په زور ورسپارو؟".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ولې له افغانستانه ووت ښاغلي غني وويل، "د کابينې غونډه مو رابللې وه، ډېری غړی نه وو، د دفاع وزير مخکې له دې چې زه ووځم په الوتکه کې ناست و، وروسته د دفاع وزارت خالي شو، هلته هېڅوک نه وو او کره معلومات راغلل چې طالبانو هغه ژمنه چې ويلي کابل ته نه ننوځي، عمل پرې ونکړ. "
نوموړي ادعا وکړه چې سقوط پر ورځ "امريکا د سهار نهه بجې اسناد وسېځل، ايستل يې پيل کړل او هوايي ډګر ته ولاړل. امریکا د صفر يو قطعې ځانګړي ځواکونه ويستل، دوی که تصميم درلودی چې د جمهوريت ملاتړ وکړي، ولې يې ځواکونه ايستل."
ښاغلي غني دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره سیګار وايي د تېرکال اګسټ کې د پخواني ولسمشر غني له وتلو سره پر هغه د پیسو د لېږدو اړونده تورونو ځينې پوښتنې ورته ځواب شوې.
سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي ولسمشر غني ورسره مخامخ له خبرو ډډه کړې خو مدافع وکیلې یې ورته له ورلېږل شویو ۵۶ پوښتنو یوازې شپږ هغه ځواب کړي.
رپوټ په ټوله کې پر دې پام کړی چې ګواکې د میلیونونو ډالرو لېږد په بېړني حالت کې ناشونې کار و او ښايي لسګونه زره ډالر وړل شوي وي.
د یادونې ده چې 'سیګار' پخوا هم ویلي وو، چې مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پرمهال ښايي له یو میلیون لږ ډالر وړي وي.









