سیګار: د بهرنیو ځواکونو او قراردادیانو ایستلو پرېکړه د تېر نظام د ړنګېدو اصلي لامل و

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي (سیګار) په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د افغانستان تېر حکومت وروستیو کې په لوړه کچه بدګماني مخ پر ډېرېدو او په امنیتي ځواکونو کې ګډوډي د نظام سقوط ته لاره هواره کړه.
دا د ۲۰۲۱ اګسټ کې د افغان حکومت د ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدا وروسته په دا بڼه د سیګار لومړنی خپور شوی رپوټ دی.
د سیګار دا وروستی رپوټ د چارشنبې په ورځ (مې ۱۸) د "افغان امنیتي ځواکونو د سقوط په اړه جزییات وړاندې کوي" تر عنوان لاندې خپور شوی دی.
دې رپوټ کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه کې د افغان پوځ د ړنګېدو ریښې ارزولې دي.
د رپوټ چمتو کوونکو د افغان حکومت د ځینو پخوانیو چارواکو او امریکايي سرچینو له خولې ویلي، کابل ته د طالبانو په نژدې کېدو ولسمشر محمد اشرف غني له خپلو ځواکونو وېرېده چې د ده پرضد فعالیتونه به پیل کړي او مشکوک و چې امریکا یې له واکه د لیرې کولو هوډ لري.
په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي غني د واک وروستیو کې خپل ګڼ جګپوړي امنیتي چارواکي او د جګړې په ډګر کې ښکېل قومندانان په دې باور له واکه لیرې کړل چې ګنې دوی ژمن نه وو، چې دې کار یې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې، جګړه یې لانوره توده کړه او د هېواد سقوط ته یې لاره هواره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیګار رپوټ کاږي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر ولګول شول، خو ژر ړنګېدو یې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو د بایډن ادارې ته د نیوکې د ګوتې نیولو لپاره موقع برابره کړه.
په دې رپوټ کې راغلي، سربېره پر دې چې افغان ځواکونه پر ځان بسیا نه وو، "له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او قراردادیانو د ایستلو پرېکړه" ددې هېواد د نظام ړنګېدو اصلي لامل و.
د امریکا د پوځ یوه پخواني قومندان ډیویډ بارنو د سیګار څېړونکو ته ویلي: "کله چې قراردادیان ووتل، داسې وه لکه د څپرې پایې چې وباسو او په دې تمه یو چې لا به هم ولاړه وي. موږ دا پوځ د قرارداد په ملاتړ روان کړی و، چې له ملاتړ پرته یې فعالیت نه درلود، لوبه پای ته ورسېده".
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په رپوټ کې راغلي، که څه هم د امریکا یوه ارزونه دا وه چې ګنې د کابل سقوط ښايي څو میاشتې وخت ونیسي، خو په تېره اګسټ میاشت کې د ښار د دفاعي ځواکونو له منځه تلو سره ښار په څو ساعتونو کې د طالبانو لاس ته ولوېد.
رپوټ وايي، د کابل ښار سقوط د نورو افغان ښارونو سقوط ته ورته و.
سیګار وايي، د طالبانو ډېری نیولې سیمې بېرته افغان ځواکونو ونه شوای نیولی، خو بلکې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او پوځ قومندانانو له معاملې وروسته ورته وسپارل شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې رپوټ کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د دوحې تړون کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه د ډېرو افغانانو په اند د جګړې په ډګر کې د طالبانو د پرمختګ لپاره زرغون څراغ ښودل وو.
رپوټ پهپای کې د افغان پوځ د یوه قومندان جنرال سمیع سادات له خولې ویل شوي، چې د امریکا-طالبانو هوکړې د ښاغلي غني د دې وېرې لامل شوه چې ګنې امریکا د ده د پرځولو لپاره دسیسه پیل کړې، همدا وو چې ښاغلي غني "په دوامداره توګه د قومندانانو بدلول پیل او پرځای یې پخواني جنرالان - چې ده ته ژمن وو - وګمارل او له امریکا روزلو ځوانو افسرانو یې وېره درلوده".
ښاغلي سادات ښاغلی غني یو "بدګمان ولسمشر" بللی چې په وینا یې "له خپلو هېوادوالو وېرېږي".
د سیګار رپوټ کاږي، افغان ځواکونه د کمزورې مشرتابه له اړخه کړاو کې وو، او په خپلواک او ځان بسیا ډول نه وو روزل شوي.
کله چې امریکايي ځواکونه ووتل او پر حکومتي ځواکونو یې خپل هوايي ملاتړ بند کړ، افغان پوځ مخ پر ځوړ شو.
دا رپوټ کاږي، کله چې امریکا خپل هوايي بریدونه کم کړل، طالبانو د افغان حکومت تر واک لاندې سیمو بریدونه ډېر کړل، افغان ځواکونه یې د دفاع لپاره بې وسه وو، ځکه چې په یوازې سر د عملیاتو جوګه نه وو.
د رپوټ وروستۍ برخه کې راغلي: "ملامتیا د امریکا او افغانستان پر حکومتونه مساوي ده. ښکاري چې هېڅ کومې خوا د لانجې د پای ته رسېدو لپاره سیاسي ژمنتیا نه لرله."












