له کابله د افغان پيلوټانو د وتلو کيسه
د افغانستان د هوايي ځواک مخکیني افسران وايي طالبان باید په دې پوه شي چې پېلوټان او انجینیران ملي سرمایه ده. له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ځینو هغو پېلوټانو چې د کابل د سقوط په ورځ تاجکستان ته اوښتي وو وویل چې دوی په ''طالبانو باور نه لري'' چې ژوند ته به یې ګواښ نه پېښوي.
حفیظ الله معروف په دوو ځانګړو مرکو کې نن له یوه پېلوټ سره خبرې کړي چې اوس په منځني ختیځ کې دی.
موږ یې د امنیت لپاره مخ نه ښکاره کوو، نوم یې بدلوو او خبرې یې هم زموږ یوه همکار په غږ کې اورئ