د امریکا کانګرس غړو په افغانستان کې د ناکامۍ لاملونو څېړلو لپاره د کميسیون جوړېدو وړاندیز کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي ورځپاڼې هېل د راپور له مخې د امريکا کانګرس غړي د حقايقو موندنې کميسيون په جوړولو سره غواړي په افغانستان کې د امریکا ټول پوځي، استخباراتي، پراختيايي او ديپلوماتيک فعاليتونه د ۲۰۰۱ کال سپټمبر له ۱۱ څخه د روان کال اګست مياشت کې د کابل تر سقوط پورې ټول په دقيق او بې پرې ډول و ارزوي.
د دې کار موخه په افغانستان کې د امريکا د ماتې د لاملونو موندل او د طالبانو لاس ته د دغه هېواد د لوېدو د لاملونو په ګوته کول دي چې پټ مسايل ښکاره او د امريکا او افغانستان ولس ته څرګند کړل شي.
د دغې ورځپاڼې په وينا، د کميسيون لومړنی مسوليت د هغو پوښتنو ځوابونه موندل دي چې د افغانستان اوسنی سياسي برخليک يې ټاکلی دی. "د اصلي مجرمينو په اړه پوښتنې، د ۲۰۰۱ کال بون کنفرانس کې د طالبانو نه شتون، همدې کنفرانس کې د محمد ظاهر شاه د رول بدلول، د افغانستان ټاکنو کې د امريکا لاسوهنه او له پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په دویم ځل ټاکنو کې د امریکا د حکومت ملاتړ شامل دي".
هېل ليکي چې د امريکا د استازو او مشرانو جرګه له کمیسيون غواړي معلومه کړي چې چا او ولې د دې پاليسيو ملاتړ کاوه. د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د امریکا لاسوهنې د افغانستان پر وروستيو پېښو څه اغېز وکړ او د طالبانو لپاره د امریکا د پلانونو تبليغاني ارزښت څه و.
هېل ليکي تراوسه د دغه کميسيون د غړو شمېر نه دی معلوم خو وايي د جوړولو هدف يې روښانه دی. په افغانستان کې د امریکا د پروژې د ناکامۍ پلټنه: ولې امریکا د کابل له سقوط وړاندې په دې ټينګار ونکړ چې د کابل دولت له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرو سره يو ځای شي. ايا امريکا پر طالبانو د فشار لپاره بله لاره لرله؟ که وه، ولې له هغې ګټه وانخيستل شوه.
د امريکا کانګرس نه يوازې په دې اړه د سمو ځوابونو په لټه کې دی، بلکې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د امریکا د ستراتيژۍ په اړه هم څېړنه کوي او د امریکا د سترو پوځي، ځمکنيو او سمندري لګښتونو کره اندازه هم معلوموي.

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
د راپور له مخې کانګرېس غواړي پوه شي چې په افغانستان کې د جګړې کره لګښت څومره و. د طالبانو لاس ته د امريکا پوځي وسايل چې د ورځپاڼې په وينا د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو سره يې مرسته کړې تر کومې اندازې وو. د افغان حکومت پخوانيو چارواکو تر کومې اندازې طالبانو ته امريکايي تجهيزات پلورلي يا سپارلي دي او څومره دغه چارواکي په امریکا کې ژوند کوي.
د کانګرس غړو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شل کلنې جګړې پر مهال د تلفاتو کره شمېر معلوملو غوښتنه هم کړې او د افغان ځواکونو د شمېر په اړه ټول راپورونه، قراردادونه او جګړې ته د افغان ځواکونو د چمتووالي په اړه هر ډول پخواني راپورونو ته د بيا کتنې غوښتنه يې کړې ده.








