طالبانو د افغانستان څوکۍ په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه غندلې؛ صالح یې هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images/arg
طالبان وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دوی استازي ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو پرېکړه 'بې انصافي ده. '
تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې به د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو استازي ته نه سپارل کېږي.
دا په دې معنا ده چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه پر اصولو او انصاف نه ده ولاړه، ځکه په وینا یې ''له افغانانو یې مشروع حق اخیستی. ''
د ښاغلي مجاهد په پیغام کې ویل شوي، دوی هیله من دي چې له نړیوالې ټولنې سره د ''مثبت تعامل لپاره به نژدې راتلونکي کې '' د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بل لور د مخکیني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلي ده. نوموړي په یو ټویټر پیغام کې ویلي:
''په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني استازو ته پاتې کېږي، موږ د اعتبار ورکولو ځانګړې کمېټې دا پرېکړه ستایو، هرکلی یې کوو او دا افغانستان ډېرو زخمونو ټکورولو پر لور یو ګام بولو. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د یادونې ده چې وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.
خو تېره ورځ 'چارشنبه ' د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.
په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین، سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل وو.
د اې اېف پي خبري اژانس وایي، کومېټې دا نه دي ویلي چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.








