طالبانو د افغانستان څوکۍ په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه غندلې؛ صالح یې هرکلی کړی

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د دوی استازي ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو پرېکړه 'بې انصافي ده. '

تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې به د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو استازي ته نه سپارل کېږي.

دا په دې معنا ده چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه پر اصولو او انصاف نه ده ولاړه، ځکه په وینا یې ''له افغانانو یې مشروع حق اخیستی. ''

د ښاغلي مجاهد په پیغام کې ویل شوي، دوی هیله من دي چې له نړیوالې ټولنې سره د ''مثبت تعامل لپاره به نژدې راتلونکي کې '' د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

بل لور د مخکیني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلي ده. نوموړي په یو ټویټر پیغام کې ویلي:

''په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني استازو ته پاتې کېږي، موږ د اعتبار ورکولو ځانګړې کمېټې دا پرېکړه ستایو، هرکلی یې کوو او دا افغانستان ډېرو زخمونو ټکورولو پر لور یو ګام بولو. ''

د یادونې ده چې وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي ‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

خو تېره ورځ 'چارشنبه ' د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.

په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل وو.

د اې اېف پي خبري اژانس وایي، کومېټې دا نه دي ویلي چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.