تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي
طالبان وايي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې د دوی رژیم ته ورکړل شي او په دې سره به په اسانۍ وکړی شي چې د بشري مرستو لپاره له ملګرو ملتونو سره همغږي وکړي .
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې اوس د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو کې د اوسني نظام د استازي په توګه معرفي شوی یوه بیان کې ویلي چې طالبان په ټول افغانستان واک لري .
ده په نړيوال ټولنې او په تېره په ملګرو ملتونو غږ کړی چې دې واقعیت ته په کتو دې دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.
نوموړي دا غوښتنه داسې مهال کړې چې لا هم غلا محمد اسحاق زی د افغانستان د پرځول شوي حکومت د استازي په توګه په ملګرو ملتونو کې دنده ترسره کوي.
ټاکل شوې وه اوړمه ورځ دی د افغانستان په استازيتوب وینا وکړي خو له دې وینا لاس په سر شو.
ملګرو ملتونو ویلي دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب په اړه یوه کومیټه پریکړه کوي چې نهه هيوادونه یې غړي دي. ښايي دا کومېټه راتلونکې میاشت غوډه وکړي.
سهیل شاهین ویلي افغانستان کې ژمی را رسیدلی او د ده په وینا د ټولو مسؤولیت دی چې افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
" زموږ غیږ د همکارۍ لپاره خلاصه ده او د هرې نړیوالې بشري مؤسسې سره کار کولو ته آماده یو" .
نوموړي ویلي اسلامي امارت په ټول افغانستان واک لري او د ده په وینا د نړیوالو قوانینو له مخې هم "دا زموږ حق دی چې په ملګرو ملتونو کې نمایندګي ولرو".
طالبان هڅه کوي چې نړیوال یې په رسمیت وپیژني او په مهمو نړیوالو سازمانونو کې خپل استازي ولري. خو نړیوالې ټولنې ویلي د طالبانو رژیم به د یو لړ شرطونو په پوره کېدو سره په رسمیت پیژني.
دې لړ کې یادونه کیږي چې افغانستان کې اوسنی رژیم دې بشري حقونو په تېره د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وکړي او لکه د دوحې تړون کې یې چې ژمنه کړې یو ټول شموله حکومت دې رامنځته کړي.
پر کابل د طالبانو له واک ټېنګولو وروسته ټولې کارکوونکې مېرمنې په کور کښېنول شوې او یوازې لږ شمېر ښځې په ځینو ادارو کې خپلو دندو ته ستنې شوي دي.
له اوږد ځنډ وروسته افغانستان کې ښوونځي هم پیل شول خو طالبانو د منځنۍ او ثانوي دورې نجونو او ښځینه ښوونکو ته لا اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځینو ته ولاړې شي.
طالبانو ویلي د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به د نجونو ښوونځي هم پیل شي او ښځې به هم وکولی شي چې خپلو دندو ته ستنې شي.
طالبانو دغه راز په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت ته ځای نه دی ورکړی او د دې وزارت ودانۍ یې د امر بالمعرف او نهی عن المنکر وزارت ته ځانګړې کړې ده.
د طالبان په کابینه کې هم ښځو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.