ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ۷۵ کاله؛ ایا طالبان به دا څوکۍ ترلاسه کړي؟

    • Author, حمید شجاع
    • دنده, بي بي سي - لندن

نن د اکتوبر ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د تاسیس یا بنسټ اېښېدو له ۷۶مې کلیزه سره برابره ده.‌ یاد سازمان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د هغه مهال لویو پوځي او اقتصادي‌ ځواکونو په همغږۍ رامنخته شو او په تېرو ۷ لسیزو کې یې د نړۍ په تاریخ کې مهم رول درلود.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش دې ورځې په مناسبت په یوه لنډ‌ پیغام کې پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د یاد سازمان پر تګلارو باور او عمل وکړي.

نوموړي ویلي: "سوله،‌ پرمختیا، بشري حقونه او ټولو وګړو ته برابر فرصت - دا هغه ارزښتونه دي‌ چې له ۷۶ کلونو راهیسې یې ملګري‌ ملتونه پر مخ بېولي. دا ارزښتونه د ختمېدو نېټه نه لري".

افغانستان له نن کابو ۷۵ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او په ګڼو مهمو پړاوونو کې د دې سازمان برخه پاتې شوی دی.

د ۱۹۴۶ کال د نومبر پر ۱۹مه نېټه د افغانستان استازي حسین عزیزي د ملګرو ملتونو پر چارټر یا اساسنامه لاسلیک وکړ او د افغانستان بیرغ په ملګرو ملتونو کې پورته شو.‌

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او بشري چارو کې د ملګرو ملتونو رول په اړه نظرونه او دریځونه توپیر لري.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي‌ چې یاد سازمان افغانستان ته د دایمي سولې او ثبات په راوستلو کې پآتې راغلی او هغسې چې پکار وه، خپل رول یې نه دی ترسره کړی.‌

خو بله خوا ملګرو ملتونو په همدې موده کې افغانستان کې د بیا رغونې، معارف، د کډوالۍ بحران او بشري مرستو برخو کې فعاله ونډه درلوده.

اوسنی افغانستان او ملګري ملتونه

‌تېره اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د اوسنیو واکمنو اړیکې هم یو حساس پړاو ته رسېدلي دي.

یاده دې وي چې د طالبانو د سرپرستې کابینې ځینې غړي او یو شمېر نور مشران د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په خپلو تېرو کلنیو رپوټو کې ویلي، طالبان له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره لا هم اړیکې لري.

طالبانو دا تورونه رد کړي، یو اړخیز یې بللي او ټینګار کوي چې له هېڅ ترهګرې ډلې سره اړیکې نه پالي او نه هم د افغانستان پر خاوره د فعالیت اجازه ورکوي.

ملګرو ملتونو له دې تورونو او بندیزونو سره سره بیا هم په افغانستان کې نه یوازې خپل فعالیت ته دوام ورکړی،‌ بلکې له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو اړیکه کې هم دي.

سرمنشي‌ انټونیو ګوتیریش څه موده وړاندې ویلي وو،‌ طالبان د ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا لري،‌ خو باید ځینې شرطونه ومني.

نوموړي د بېلګې په توګه افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او د مېرمنو او نجونو حقونو ته اشاره کړې وه.

ملګرو ملتونو همدا راز په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره تېره میاشت په جنیوا کې د مرستندویه هېوادونو غونډه راوبلله،‌ چې پکې افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد بشري مرستو ژمنه وشوه.

بله خوا طالبانو ویلي، د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د بشري مرستو هرکلی کوي،‌ خو هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.‌

تر دې دمه د نړۍ هېڅ‌ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی،‌ او له همدې کبله ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي او څوکۍ هم د پخواني حکومت له استازي سره دی.

د افغانستان پر استازولۍ لانجه

‌طالبانو بیا له دې سازمان غوښتنه کړې ده چې دا ډله په رسمیت وپېژني او ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي‌ هم ورته وسپاري.‌

طالبانو په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي‌ استازي په توګه نومولی،‌ خو نوموړی لا نه دی توانېدلی چې خپله دنده پیل کړي.

خو په افغانستان کې دننه د طالبانو مخالفینو او مدني او د بشري حقونو فعالانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د افغانستان استازولي دې طالبانو ته نه سپاري.

دا چې په راتلونکي‌ کې به یاد سازمان کې د افغانستان استازولي څوک کوي،‌ په دې پورې اړه لري چې د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر مهم هېوادونه له طالبانو سره څه ډول چلن کوي.‌

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي‌ غړو له ډلې روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې نه یوازې په کابل کې فعال سفارتونه لري،‌ بلکې له طالبانو سره یې د نورو پرتله اړیکې هم ښې دي.

روسي‌ ولسمشر ولادمیر پوتین څو ورځې وړاندې ویلي وو، ښایي طالبان د هغو ډلو له لېسته هم وباسي‌ چې روسیه یې 'اورپکې' یا ترهګرې بولي.

چین هم دې وروستیو کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان سره بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي.

خو د امنیت شورا درې نور غړي،‌ امریکا،‌ بریتانیا او فرانسه د اوس لپاره دې ته لېواله نه ښکاري چې طالبان په رسمیت وپېژني.

دا هېوادونه وایي، د طالبانو خبرو ته نه،‌ بلکې د دې ډلې عمل ته به ګوري او بیا به یې په اړه پرېکړه کوي.‌

راتلونکو میاشتو او کلونو کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر څوکۍ که د هرې ډلې یا نظام استازی ناست وي،‌ دا یو حقیقت دی چې افغانستان یو ځل بیا له بشري‌ ناورین سره مخ دی،‌ او د مخنیوي او کابو کولو لپاره یې د ملګرو ملتونو رول کلیدي دی.