پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال پوره شو

ارګ

د عکس سرچینه، Bakhtar news agency

نن دوشنبه (د اګست ۱۵مه / د زمري ۲۴مه) پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال پوره شو.

طالبان تېر کال پر همدې ورځ (د اګسټ ۱۵مه) له جګړې او مقاومت پرته داسې مهال پلازمېنې کابل ته ننوتل او ماښام مهال ولسمشرۍ ماڼۍ کې راڅرګند شول، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پاشل شوي او د مخکیني جمهوري دولت مشران څو ساعته وړاندې له ارګه وتلي وو.

محمد اشرف غني له کابله تر وتلو څو ساعته وروسته پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه ولیکل، په کابل ښار کې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي او له هېواده ووځي.

طالبانو کابل ته تر ننوتلو مخکې ورځو کې د افغانستان نور ولایتونه هم ژر یو پر بل پسې لاندې کړي وو.

دوی د کابل له نیولو وروسته خپل سرپرست حکومت جوړ او پوره یو کال وروسته نن دوشنبه د دغه حکومت د واکمنېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت عمومي رخصت اعلان کړی دی.

خو د طالبانو حکومت دا یو کال داسې حال کې پوره کېږي، چې تراوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

په دې موده کې که څه هم افغانستان کې جنګ جګړه درېدلې او امنیتي پېښې پام وړ کمې شوې، خو د بې کارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ کچه له ورځ بلې ته په لوړېدو ده.

طالبان
د عکس تشریح، ارګ - د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه

د طالبانو پر حکومت په کور دننه او بهر یوه جدي نیوکه دا هم ده چې واک له له رسېدو راهیسې یې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو ښوونځیو او لیسو راګرځولې او ګڼې هغه مېرمنې یې په کور کېنولې چې لوړې زدکړې لري او د مخکیني حکومت ادارو کې یې کار کاوه.‌

طالبان بیا وايي د امریکا بندیزونو او بهر د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګلېدو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دوی هڅې اغېزمنې کړې دي.

دوی دا هم وايي چې د نجونو پر مخ د ټولو ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو په طرحه کار کوي،‌ خو مالومه نه ده چې دا طرحه به کله بشپړه شي.