"ملي مقاومت جبهې" د خپل کلني فعالیت رپورټ خپور کړی؛ طالبان يې ردوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت" په نامه جبهه چې د طالبانو پر ضد جنګېږي د خپل کلني فعاليت راپور خپور کړی دی.
د "ملي مقاومت جبهه" په دغه رپورټ کې وايي، د دوی شمېر درې زرو کسانو ته رسېږي چې په کې ولسي پاڅونوال، د پخوانیو جهادي ډلو غړي، پوځیان او پولیس شته.
دغه جبهه وايي، وسله وال په پنځو ولایتونو کې په جګړې بوخت دي.
دوی ادعا کوي چې په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۷۰۰ طالب جنګیالي وژلي او د دوی له خوا بیا کابو ۱۲۰ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت بیا بیا په افغانستان کې د مقاومت په نامه د جبهې شتون بابیزه ګڼلې او لوړپوړو چارواکو یې په خپلو ویناو کې ویلي چې د افغانستان پر ټولو سیمو بشپړه واکمني لري.
طالبانو تر دې پخوا داسې تورونه رد کړي او اوس یې یوه ویاند بي بي سي وویل، "په افغانستان کې د جبهې او مقاومت په نامه کوم فزیکي څه نشته او یوازې پر فېسبوک او ټوېټر یې خبرې کېږي." دی وايي هېڅ داسې ثابت ځای هم نشته چې څوک د مقاومت په نامه په کې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمهوریت تر پرځېدو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په شمالي ولایتونو کې د وسله والې ډلې په منسجمولو بوخت و، کله چې طالبانو پنجشیر نیوه د ملي مقاومت په نامه جبهه معرفي شوه.
په تېر یوه کال کې خلک د طالبانو او دغې جبهې تر منځ د نښتو شاهدان وو چې دواړو خواو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د مقاومت جبهې په دغه رپورټ کې د وسله وال مقاومت خبره کېږي خو د امریکا او بريتانيا په ګډون کوم هېواد په افغانستان کې د وسله وال مقاومت او نښتو ملاتړ نه دی کړی.











