احمد مسعود: نړیواله ټولنه دې د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو ته دوام ورکړي

د عکس سرچینه، AFP
د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" مشر احمد مسعود ويلي، تمه لري د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو پاليسي به په قاطعيت سره دوام وکړي" او دا يې د پراخ مقاومت، د افغانستان دننه او بهره د پراخو اعتراضونو پايله بللې ده.
احمد مسعود په یوه تازه خپره شوې بيانيه کې ويلي، "موږ د نړۍ د هېوادونو له خوا د طالبانو د ادارې په رسمیت نه پېژندلو او د يوه ټول ګډوني حکومت پر جوړېدو د ټينګار د مناسب دريځ هرکلی کوو".
نوموړي په دغه بيانيه کې زياته کړې، "طالب ځواکونو په کندهار، بلخ، دايکندي، انداراب او پنجشېر ولايتونو کې داسې اعمال ترسره کړي چې دا ټول د جنګي جرمونو، نسل وژنې، توکميز چلند او د بشريت ضد جرمونو ښکاره مثالونه دي".
ښاغلي مسعود ويلی "تر هغه به جګړه او مقاومت کوي ترڅو چې د خپلو خلکو مشروع اهداف يې نه وي ترلاسه کړي".
وروسته له هغه چې طالبانو پنجشېر ونيو د احمد مسعود او د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ځای ځايګي په اړه ضد او نقيض راپورنه ورکول کېدل، ځينو ويل چې دوی تاجکستان ته تللي خو دا خبرونه په خپلواکه توګه نه دي تاييد شوي.
بل لور ته طالب وياندويانو تر دې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي دي. د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي پرون د قطر پلازمېنه دوحه کې وويل چې "اوس په ټول افغانستان کې امنيت ټينګ شوی او امنيتي پېښې د تېر پرتله خورا کمې شوې دي".
ښاغلي متقي په ځانګړې توګه د پنجشېر په اړه وويل "په دغه ولايت کې حالت ارام دی او د پنجشېر خلک له طالبانو خوښ دي".
نوموړي په نړيواله ټولنه هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کار وکړي ترڅو په دغه هېواد کې د بشري ناورين مخه ونيسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څه باندې يوه مياشت مخکې طالبانو د کابل شمال کې پر پنجشېر ولايت او د بغلان په اندراب ولسوالۍ بريدونه وکړل او د ملي مقاومت له ځواکونو يې دغه ځايونه ونيول.
د ملي مقاومت جبهه وايي د دوی له خوا پنجشېر او اندارب کې اوس هم کله نا کله مقاومت کېږي، خو طالبان وايي دغه ځايونه يې تر بشپړ کنټرول لاندې دي.
نژدې دوې مياشتې کېږی چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خو تر دې مهاله کوم هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.
خو د چین، روسیې او پاکستان په څېر ځينې هېوادونه په کابل کې سفارتونه او استازولۍ لري او طالبان د افغانستان دننه او بهر د نورو هېوادونو له استازو سره ناستې کوي چې ويل کېږی ډېر تمرکز يې د نړيوالو له خوا د دوی په رسميت پېژندلو او له نړيوالو سره د اړيکو پر جوړولو دی.










