پنجشېر کې د طالبانو چورلکې لوېدل؛ مقاومت جبهه وايي د بندیانو تبادلې ته چمتو ده

.

د عکس سرچینه، NRF

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نامه جبهې د يوې چورلکې او څلورو نيول شويو طالبانو ويډيو خپره کړې او ویلي يې دي چمتو دي چې نیول شوي کسان تبادله کړي.

خو طالبان وايي دې چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله په پنجشېر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ملي مقاومت جبهې وړمه ورځ ادعا وکړه چې د طالبانو یوه چورلکه یې په پنجشېر ولایت کې نسکوره کړې ده او د پیلوټ په ګډون څلور تنه یې ژوندي نیولي دي. د دې جبهې وسله وال په دغه ولایت او شاوخوا سیمو کې وخت ناوخته پر طالبانو بریدونه کوي.

خو طالبانو وویل چې چورلکې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پنجشېر په ارزو دره کې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده، او د دوی د مخالفې وسله والې ډلې لاس ته لوېدلې ده.

اوس د ملي مقاومت جبهې په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چمتو دي د الوتکې د نسکورېدو پرمهال نیول شوي کسان د دوی له هغو کسانو سره تبادله کړي چې طالبانو سره زندانيان دي. اعلامیه کې ویل شوې په دې برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې جدي همکارۍ ته اړتیا لري.

دې جبهې ټېنګار کړی چې له ژوندي نیول شویو کسانو سره د اسلامي اصولو او د جنګي بنديانو د جنیوا معاهدې سره چلن کېږي، او دوی ته یې اوبه او خواړه چمتو کړي او درملنه یې هم کړې ده.

دې ډلې ګواښ کړی که طالبان په زور د ژوندي نیول شویو کسانو د ژغورلو هڅه وکړي نو د نیول شویو کسانو ژوند به له خطر سره مخامخ کړي.

طالبانو تراوسه د نيولو شويو کسانو تبادلې ته غبرګون نه دی ښودلی.

جبهه مقاومت تصویری از چهار خدمه هلی کوپتر را نیز منتشر کرده است

د عکس سرچینه، NRF

د عکس تشریح، د مقاومت جبهې د چورلکې څلور تنه عملې عکسونه خپاره کړي دي

له کله چې لس میاشتې وړاندې طالبان بیا واک ته ورسېدل پرضد یې په پنجشېر او د بغلان په اندرابونو کې وسله وال مقاومت پیل شوی.

دا لومړی ځل دی چې د مقاومت جبهې د ادعا له مخې د طالبانو یوه چورلکه چې د دوی پرضد یې عملیاتو کې برخه لرله نسکورېږي.

ادعا کېږي چې طالبانو په پنجشېر او اندرابونو کې د خپلو مخالفینو ځپلو پرمهال پر بشري حقونو تېری کړی او جنګي جرمونه یې تر سره کړي دي.

دې لړ کې د بښنې نړیوال سازمان رپورټر زمان سلطاني ویلي، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو په لاس د ربړونې، ناقانونه اعدامونو، او د ملکي وګړو د خپل سري نیونو ډېر رپوټونه خپاره شوي. ده زیاته کړې چې پر بشري حقونو تېري په سیمه کې د وېرې او بې باورۍ فضا رامنځته کړې او له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم د شک لاندې کسانو د نیولو خبره کړې خو د ولسي وګړو وژنه یې په کلکه رد کړې ده.