د بښنې نړیوال سازمان: پنجشېر کې دې ناقانونه وژنې او خپلسرې نېونې سملاسي ودرول شي

د عکس سرچینه، Empics
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پنجشېر ولایت کې د ناقانونه وژنو او د خپلسرو نېونو رپوټونو په اړه ډېر اندېښمن دي او د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.
دا وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې په پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې طالبان له محاکمو پرته پخواني سرتېري او هغه کسان نیسي چې د مقاومت له جبهې سره خواخوږي لري.
د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني په پنجشېر کې د شکنجې، ناقانونه وژنو او خپل سرو نېونو په اړه لیکلي:
"د طالبانو له لوري په پنجشیر ولایت کې د خپلسرو نېونو او د ولسي خلکو د ناقانونه وژنو پرلپسې رپوټونه راځي. تېرو دوو اوونیو کې پېښو نه په ډاګه کېږې چې په ډېرېدونکي ډول له محاکمو پرته د طالبانو له خوا د خلکو د وژنو او خپلو سرو نېونو په اړه شکونو ته ډېر ځای نشته. دا له بشري حقونو جدي سرغړونې دي، دا په سیمه کې د وېرې او بې باورۍ فضاه رامنځ ته کوي، د بشري حقونو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي چې ښايي جنګي جرمونه رامنځ ته کړي."
د بښنې نړیوال سازمان پر طالبان غږ کړی چې باید "سملاسي ټول هغه ولسي خلک خوشي کړي چې طالبانو او بېلا بېلو غړو یې نېولي دي."
دغه سازمان له طالبانو غواړي هغه کسان هم له ځڼد پرته ازاد کړي چې له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نيول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان بیا دغه ډول رپوټونه نه مني او وايي هېڅوک حق نه لري په خپل سر خلک ونیسي او شکنجه یې کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "موږ دا ردوو چې دلته دې څوک په خپلسري ډول نيول شوي وي. د مجرم په اړه محکمې پرېکړې کوي او په خپلسر څوک نه مجازات کېږي"
خو د بښنې نړیوال سازمان بیا ټینګار کوي چې طالبان دې د دغو پېښو خپلواکې، بې پرې او هر اړخیزه څېړنې وکړي او هغه کسان دې محاکمه کړي چې په خپلسر یې وژني او خلک یې نيولي دي.
دغه سازمان وايي، د روڼوالي او دا چې ولسي خلک له شکنجو وژغورل شوي، طالبان دې د نیول شویو کسانو په اړه مالومات خپاره کړي او کورنیو سره یې دې د خبرو اجازه ورکړل شي.












