طالبان:‌ پنجشېر،‌ تخار او نورو سیمو کې هېڅ نظامي‌ پېښه نه ده شوې

هاموي موټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د ملي مقاومت جبهې په نامه د دوی مخالفې ډلې هغه ادعا رد کړه چې ګوندې پنجشېر، تخار، کابل او پکتیا کې یې پر طالبانو مرګوني بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر لیکلي چې "پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ کومه نظامي پیښه نه ده شوې. په دې اړه چې ځینې باغي کړۍ په خواله رسنیو کې کومې ادعاوې کوي حقیقت نه لري."

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دوی "زرګونه مجهز ځواکونه" په پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې ځای پر ځای دي او د نوموړي په خبره "دښمن ته د کوم منفي تحرک هېڅ مجال نشته."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې ادعا کړې وه چې د دوی کسانو د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ کې یو شمېر کلي له طالبانو نیولي‌ او په دې جګړه کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ضد ډلو د فعالیتونو په اړه ادعاوې هم ډېرې شوې دي.

په دې لړ کې د "خپلواکانو ملي جبهې" په نامه د طالبانو ضد یوې بلې ډلې هم ادعا کړې چې د کابل په لویدیځ کې یې د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا حفیظ الله بدر د کمپنۍ په سیمه کې وژلی دی. دغې ډلې زیاته کړې، چې په پکتیا ولایت کې یې هم په یوه برید کې چې د شپې لخوا شوی څو تنه طالبان وژلي دي.

.

د عکس سرچینه، Reza Deghati

پر همدې مهال د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې د دوی مشر احمد مسعود د انټرنیټ له لارې د افغانستان د بېلا بېلو سیمو او وګړو له استازو سره غونډه کړې چې د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ شورا د جوړېدو لپاره سلا مشورې وکړي.

د نوموړې جبهې ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته ویل، په راتلونکو ورځو کې به له ټولو طالب ضد ډلو سره غونډې جوړې کړي.