تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ نظامي پېښه نه ده شوې
د طالبانو حکومت د ملي مقاومت جبهې په نامه د دوی مخالفې ډلې هغه ادعا رد کړه چې ګوندې پنجشېر، تخار، کابل او پکتیا کې یې پر طالبانو مرګوني بریدونه کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټويټر لیکلي چې "پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ کومه نظامي پیښه نه ده شوې. په دې اړه چې ځینې باغي کړۍ په خواله رسنیو کې کومې ادعاوې کوي حقیقت نه لري."
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د دوی "زرګونه مجهز ځواکونه" په پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې ځای پر ځای دي او د نوموړي په خبره "دښمن ته د کوم منفي تحرک هېڅ مجال نشته."
د یادونې ده چې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې ادعا کړې وه چې د دوی کسانو د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ کې یو شمېر کلي له طالبانو نیولي او په دې جګړه کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ضد ډلو د فعالیتونو په اړه ادعاوې هم ډېرې شوې دي.
په دې لړ کې د "خپلواکانو ملي جبهې" په نامه د طالبانو ضد یوې بلې ډلې هم ادعا کړې چې د کابل په لویدیځ کې یې د طالبانو د استخباراتو مسوول ملا حفیظ الله بدر د کمپنۍ په سیمه کې وژلی دی. دغې ډلې زیاته کړې، چې په پکتیا ولایت کې یې هم په یوه برید کې چې د شپې لخوا شوی څو تنه طالبان وژلي دي.
پر همدې مهال د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې د دوی مشر احمد مسعود د انټرنیټ له لارې د افغانستان د بېلا بېلو سیمو او وګړو له استازو سره غونډه کړې چې د ملي مقاومت جبهې د رهبرۍ شورا د جوړېدو لپاره سلا مشورې وکړي.
د نوموړې جبهې ویاند صبغت الله احمدي بي بي سي ته ویل، په راتلونکو ورځو کې به له ټولو طالب ضد ډلو سره غونډې جوړې کړي.