مسعود: افغانستان د القاعده په ګډون ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدلېدونکی دی

احمد مسعود

د عکس سرچینه، AFP

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود خبرداری ورکړی القاعده، انصار الله او د ازبکستان اسلامي تحریک په ګډون وسله والې ډلې افغانستان کې فعالې دي او دا هېواد د ده په وینا د ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي ځای بدلېدونکی دی.

هغه له اتلانتیک کونسل سره مرکه کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ که نړۍ د افغانستان وضعیت ته جدي پام ونکړي نو دا به یوه ناورین زیږوونکې تېروتنه وي.

احمد مسعود په دې مرکه کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا هغو فشارونو ګټه نه ده رسولې چې پر طالبانو د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره کېږي.

هغه دې لړ کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره هڅو ته په اشارې وویل دا هڅې ځکه بې پایلې وې چې طالبان بدل شوي نه دي او تر پخوا لا ډېر سخت دریځي دي.

نوموړي وويل، "د سیمې په کچه ځینې هڅې شوي، موږ یې ستایو، نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو د ټول ګډونه حکومت لپاره فشارونه راوړي چې مشروعیت تر لاسه شي او له ترهګرۍ سره مبارزه وشي چې موږ یې هر کلی کوو. خو دوی له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې کې پاتې راغلل ځکه دوی هم دهغوی په شان فکر لري. دوی ټول ګډونه حکومت ځکه رامنځته نه کړای شو چې دوی پرې باور نه لري، مشروعیت یې ځکه تر لاسه نه کړ چې دوی د قانون په حاکمیت او د خلکو پر رول باور نه لري."

احمد مسعود کابل کې دامریکا ډرون برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ادعا وکړه چې د اسامه بن لادن د زوی په ګډون د القاعده مشران او غړي افغانستان کې ازاد فعالیت کوي.

نوموړي وويل، "لکه زما د پلار په څېر چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو په اړه یې خبرداری ورکړی و ، څو ځله مو نړۍ ته خبرداری ورکړی، کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وړاندې مو هم دا خبرداری ورکړی و. استخباراتي معلومات ښيي چې د القاعده مشرتابه په ازاده توګه ټول افغانستان کې فعالیت کوي، کسان جذبوي، پوځي مرکزونه او کمپونه جوړوي. موږ خبر یو چې د اسامه بن لادن زوی افغانستان کې ازاد ګرځي. د طالبانو له همکارۍ پرته دا امکان نه لري دا ښيي چې دوی له دا ډول ترهګرو ډلو سره هم غاړي دي. "

‌د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

د عکس سرچینه، وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای

ښاغلی مسعود وايي ایمن الظواهري یوازې ویناوې کولې خو د القاعده تکتیکي او ستراتيژیک مشرتابه نویو څېرو ته سپارل شوی او دوی افغانستان کې ډېر فعال دي.

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له اتلانتیک کونسل سره مرکه کې خبر داری ورکړ که نړۍ د افغانستان وضعیت ته پام ونکړي نو دا به د ده په وینا ناورین زیږوونکې تېروتنه وي.

"دوی د انصار الله او ازبکستان ترهګرو ډلو په څېر نورو ډېرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده. دا ډلې اوس افغانستان د کسانو د جذب، راتلونکو پلانونو جوړولو او بیا منظم کېدو لپاره خوندي ځای ګڼي. دوی به تاجکستان، ازبکستان ،ترکمنستان او د منځنۍ آسیا نور هېوادونه بې ثباته کړي. له بده مرغه افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو د ډلو په خوندي مرکز بدلېدونکی دی. که نړۍ د افغانستان وضعیت ته جدي پام ونکړي دا به ناورین زیږوونکې تېروتنه وي. "

له دې وړاندې ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو هم افغانستان کې د القاعده او نورو ډلو د فعالیت په اړه خبرداری ورکړی و، خو طالبان وايي دوحې هوکړې ته ژمن دي او نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره یوه تازه مرکه د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه ويلي وو، "اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د چا په ضد وکارول شي، که داسې مورد پيدا شي جدي پلټنه به کېږي."

طالبان وایي دوی له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړې دي.

خو افغانستان کې د القاعده او نورو ورته ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې په ډېرېدو دي چې داعش ډلې افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او ملي مقاومت جبهه په پنجشیر، بغلان او ځینو نورو سیمو کې بریدونه کوي، خو طالبان وايی دا دواړه ډلې لوی امنیتي ګواښ نه دی او سیمې واک کې نه لري.