ایران:‌ افغانستان کې داسې دولت نشته چې د اوبو موضوع ته سمه کتنه وکړي

کجکي بند

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د چاپیریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه یو ځلي بیا ویلي، چې هیواد یې له ګاونډي افغانستانه د هلمند له سینده د اوبو خپله حقابه په بشپړ ډول نه ده ترلاسه کړې.

هغه ویلي افغانستان کې داسې یوه واکمني نشته، چې د حقابې موضوع ته په سمه توګه وګوري.

علي سلاجقه وايي "افغانستان اعلان کړې وه چې له ایران سره به د اوبو د شته تړون له مخې چلند کوي خو دا څه یوازې د خبرو تر بریده دي او په عمل کې هېڅ ګام نه پورته کېږي."

هغه تهران کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل "په دې تړاو ایران بله چاره نه لري پرته له دې چې له نړیوالو ظرفیتونو کار واخیستل شي، نو د ایران بهرنیو چارو وزارت او د چاپېریالي چوپړونو اداره به دې برخه کې لاس په کار کېږي."

نوموړي همدار راز د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي "داسې ښکاري ځینې لاسونه تر شا شته چې هامون ډنډ ته د هلمند سیند اوبه ونه رسېږي" په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا افغانستان کې داسې دولت هم نشته چې دا موضوع تعقیب کړي.

هامون ډنډ د افغانستان فراه ولايت کې د ایران - افغانستان پر پوله د دواړو هېوادونو شریک ډنډ دی او د هلمند له سینده سرچینه اخلي.

د ایران یوه بل جګپوړي چارواکي په لا تنده ژبه وویل چې د اوبو مسله کې ريښتنی چلند نه کیږي.

سلاجقه

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، علي سلاجقه - د ایران چاپېریال ساتنې ادارې رییس

د دغه هېواد د ملي امنیت یو جګپوړي غړي فدا حسین مالکي ویلي "د ایران د انرژۍ وزیر کابل ته په همدې موخه سفر وکړ، ورسره ژمنې وشوې خو نه پلي کېدل یې له دیپلوماتیکو اصولو بربنډه سرغړونه ده."

د ایراني چارواکي څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د طالبانو حکومت او ایراني استازو څو وارې د اوبو پر سر سره لیده کاته کړي.

د افغانستان له هلمند سینده د ایران پر حقابه جنجال نوی نه دی، څه چې نوي دي د ایراني چارواکو له لوري افغانستان کې پر طالب واکمنۍ نیوکې دي چې وايي له ایران سره د اوبو پر سر یې کړې ژمنې نه دي پلي کړي.

همدا دوه اونۍ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي وو چې د افغانستان لخوا د حقابې برخه کې شوې ژمنې ورسره نه پلې کېږي.

ایراني چارواکي وايي د هیرمند، زابل، او هامون ښارګوټو په څنډو کې یې ځمکې له تندې سوځي او زرګونه کورنۍ د اوبو له کړاو سره مخ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي د روان زېږدیز کال جنورۍ کې ایران د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره پر اوبو او نورو اړونده مسلو خبرې کړې وې.

د هغه له سفر وروسته افغانستان لپاره د ایران دولت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل خبرې بریالۍ وې.

هغه ويلي و تر راتلونکې یوې میاشتې به اوبه د ایران لور ته رهي شي، یو ګډو تخنیکي پلاوی به سیمې ته ځي چې د اوبو لار او حالت وڅېړي.

په تېر اپریل کې بیا ایراني چارواکو وویل چې له افغانستانه د اوبو په ورتګ هامون سیند څپاند شوی او اوبه تر سیستانه رسېدلې.

خو دا دی څه موده وروسته په اوبو پسې بیا د ایراني چارواکو غږ پورته کېږي.

امیرعبداللهیان او امیرخان متقی

د عکس سرچینه، MFA

د عکس تشریح، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څه موده وړاندې له امیر خان متقي سره د اوبو په اړه تلېفوني خبرې هم کړې وې

طالبانو خپل دی ګاونډي تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ویلي و چې له ایران سره یې پر اوبو همغږي شته او د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې ته درناوی کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې په دې هکله بي بي سي ته ویلي و"کومې هوکړې چې د ايران او افغانستان تر منځ شته، هغو ته افغان لوری ژمن دی. په هغه کې موږ کوم کمی نه ګورو. البته د وچکالۍ له کبله افغانستان کې هم اوبه کمې شوې دي نو له کومه ځايه ايران ته اوبه ورکړو. په توافق کې هم راغلي، هغه مهال به ايران ته اوبه ورکول کېږی چې د افغانستان له اړتيا زياتې وي."

اوبه دواړو غاړو کې اوس مهال د خلکو د شکایتونو غږ له دې امله هم دی چې پراخې وچکالۍ افغانستان، ایران او په ټوله کې سیمه ځپلې.

کارپوهان وايي اقلیمي بدلون که همداسې سوځنده وي نو راتلونکو څو کلونو کې اوبه د جنجال او کشالو پر ټکي اوښتی شي.

د ویډیو تشریح، ایران ولې پرلپسې د هلمند اوبو تړون د نه پلي کېدو شکایت کوي؟