ايران: که د هلمند اوبو کې زموږ حق رانکړل شي له طالبانو سره پر اړيکو به منفي اغېز وکړي

د عکس سرچینه، MFA
ایران له کلونو راهیسې شکایت کوي چې افغان لوری ورته د هملند له سینده د دغه هېواد منل شوې حق اوبه نه ورکوي. خو په دې وروستیو ورځو کې ایراني چارواکو په دې اړه د کابل په وړاندې له ګوتڅنډنو سره مل شکایتونه کړي.
د ایران فارس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرو کې ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي.
دوه ورځې وړاندې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله بي بي سي ته وویل، دوی د ایران حق په رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې ورکړي.
نوموړی وايي،"کومې هوکړې چې د ايران او افغانستان تر منځ شته، هغو ته افغان لوری ژمن دی. په هغه کې موږ کوم کمی نه ګورو. البته د وچکالۍ له کبله افغانستان کې هم اوبه کمې شوې دي نو له کومه ځايه ايران ته اوبه ورکړو. په توافق کې هم راغلي، هغه مهال به ايران ته اوبه ورکول کېږی چې د افغانستان له اړتيا زياتې وي."
فارس خبري اژانس لیکلي امیر عبداللهیان متقي ته ویلي "که د هلمند اوبو کې د ایران د حق مسله په جديت او چټکۍ هواره نه شي، نو په نورو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرهمکارۍ به منفي اغېز وکړي."
ياد خبري اژانس د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي او د هلمند اوبو کې د ایران د حق په اړه خبرې وکړي.
په تېرو څو اوونيو کې دا دويم ځل دی چې د ایران د بهرنيو چارو وزير طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير سره ټيلفوني خبرو کې د هلمند اوبو يادونه کوي. ظاهرا څو ورځې وړاندې کابل ته د ايراني پلاوی سفر چې د هلمند سيند د اوبو پر سر د رامنځ ته شوې د لانجې د هواري لپاره شوی و، کومه کوټلې پايله نه لرله.
د ايراني لوري د هڅو لړ کې ټاکل شوې نژدې راتلونکي کې د دغه هېواد د انرژۍ د وزير په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته ولاړ شي.
په ۱۹۷۳ کال کې د ايران او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې ايران ته هر کال ۸۲۰ میليونه متره مکعبه اوبه بايد ورکړل شي. خو دا په هغه صورت کې چې هلمند سيند کې په کافي کچه اوبه وي.










