تهران: طالبان د هلمند د اوبو هغه کچه نه مني چې سږ کال ایران ته وراوښتې

د عکس سرچینه، Irna
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د ایران د چاپيریال ساتنې ادارې مشر وايي، طالب چارواکي هغه شمېرې نه مني چې ایراني لوري ته سږ کال د هلمند سیند له برخې د ترلاسه شویو اوبو په اړه دوی شریکې کړې دي.
علي سلاجقي یوې ایراني رسنۍ سره مرکه کې وویل، له همدې امله کابل ته د ایراني پلاوي وروستی سفر بې پایلې وو.
ایران وايي، د هلمند اوبو کې هر کال ۸۲۰ ملیون متر مکعب حق لري، خو روان کال تر اوسه یې یوازې څلور ملیونه متره مکعبه اوبه تر لاسه کړي دي. د ایران د چاپیریال ساتنې ادارې مشر علی سلاجقه ددغه هېواد اسنا خبرې اژانس ته ویلي چې افغانستان کې چارواکي هغه ارقام نه مني چې دوی له افغانستانه ایران ته د تللو اوبو په اړه وړاندې کړي دي.
ایران لوری وايي چې سږ کال تر اوسه د هلمند سند څلور ملیونه متر مکعب اوبه ایران ته رسېدلي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تړون له مخې ایران د هلمند اوبو کې هر کال ۸۲۰ ملیونه متر مکعبه اوبه حق لري.
علي سلاجقه کابل ته دې وروستیو کې د ایران د تللي پلاوی سفر هم بې پایلې بللی دی.
دا پلاوی څو ورځې وروسته له هغه کابل ته ولاړ چې د طالبانو د ادارې یو پلاوی د همدې سفرونو د لړۍ په نوبتي غونډه کې ایران ته تللی وو.
د دې سفر کومه کوټلې پایله نه ده په ډاګه شوې ، خو د طالبانو اداره کې د اوبو او بريښنا وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم ویلي وو چې دا سفر بریالی وو او د مسلکي استدلال له مخې یې هغه څه تر لاسه کړل چې غوښتل یې.
وروسته ښاغلي فاروق اعظم بي بي سي ته لیکلي پيغام کې وویل چې ایران اوبه غوښتلې او له ډېر فشار سره دوی ورنکړې.
تهران ته د دې پلاوي له سفر وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبد اللهیان د طالبانو اداره کې د بهرنیو چارو چار سمبالي وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلیفون د هلمند اوبو خبره یاده کړه.

د عکس سرچینه، @afghanistanmof
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل په دې خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ایران د حق خبره په جدیت مطرح شوه. او غوښتنه وشوه چې د شوې تړون له مخې دې ایران ته اوبه ورکړل شي.
خو طالب چارواکو د دې تلیفوني خبرو په تړاو بیان کې د اوبو مسلې ته له اشارې پرته ویلي وو دواړو چارواکو د اړیکو په ټینګولو خبرې وکړې.
ایران تور لګوي چې افغانستان د کمال خان بند په جوړولو سره د هلمند د اوبو د یوې برخې اوبو مسیر بدل کړی.
څو میاشتې وړاندې په رسنیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو چې طالب چارواکو د ایران په غوښتنه د کمال خان بند دروازې پرانستې وي. خو طالبان دا رد کړې وه.
په مخکني حکومت کې د اوبو د تنظیم د ادارې مشر خان محمد تکل د هلمند اوبو په اړه د ایراني لوري هڅو ته په اشارې ویلي، ایران غواړي د افغانستان له پیچلې وضعیت نه په ګټې اخستو د هلمند د تړون د پاتې برخې پلې کېدو مخه ونیسي.
ده ویلي پاتې برخه داده چې د اوبو د کنټرول لپاره باید درې نقطې وټاکل شي.









