طالبانو په نیمروز کې له ایراني پوله ساتو ځواکونو سره نښته تایید کړه

د ایران سیستان- بلوچستان او افغانستان نیمروز تر منځ پولې اوږدو کې نښته شوې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو تايید کړې، چې د دوی ځواکونو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د پولې په سیمه کې نښته شوې.

طالبان مني چې نښته د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ کې پرون دوشنبه (چنګاښ ۲۰مه) له ایران سره پر پوله رامنځته شوې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي ته وویل، په دې نښته کې چا ته زیان نه دی اوښتی او اوس د پولې په اوږدو کې وضعیت ارام دی. د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د ایراني او طالبانو پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

په سرحدي سیمو کې د پولو کره معلومولو کې لانجې، وچکالي او د اوبو کمښت هغه ستونزې دي، چې له کبله یې له ایران سره پر پوله د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته کېږي.

د تېر کال وروستیو کې هم د ایران له سیستان، بلوچستان سیمې سره د افغانستان نیمرزو ولایت پر پوله د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د نښتې ویډیويي کلیپونه خپاره شول.

اماج خبري رسنۍ چې هغه ویډیويي کیلپونه یې خپاره کړل، ادعا کړې وه، چې طالبانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو یو شمېر پوستې نیولې دي. وروسته

ایران بهرنیو چارو وزرات دې نښتې ته غبرګون کې ویلي و، دا پېښه د طالبانو لوري کې د عصري پوله ساتنې په هکله نابلدتیا له کبله رامنځته شوې.

له دې مخکې د دسمبر پر لومړۍ نېټه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي و، له ایران سره پر پوله د دوی د ځواکونو نښته د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته شوې وه، خو په وینا یې د دواړو خواو لخوا په همغږۍ ختمه شوې ده.

د افغانستان نیمروز ولایت د ایران له سیستان-بلوچستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

پر دغه پوله د انساني‌ قاچاق ترڅنګ د نشه یي توکو قاچاق هم کېږي او همدا راز د افغانستان د هلمند او هریردو سیندونو اوبه هم له همدې سیمې ایران ته داخلېږي.