د ایران بهرنیو چارو وزارت: له عصري پوله ساتنې سره د طالبانو ''نابلدتیا'' پر پوله د نښتې لامل و

د ایران سیستان- بلوچستان او افغانستان نیمروز تر منځ پولې اوږدو کې نښته شوې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران سیستان- بلوچستان او افغانستان نیمروز تر منځ پولې اوږدو کې نښته شوې وه

د ایران بهرنیو چارو وزرات تېره چهارشنبه له افغانستان سره پر پوله د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې ته غبرګون کې ویلي، دا پېښه د طالبانو لوري کې د عصري پوله ساتنې په هکله نابلدتیا له کبله رامنځته شوې.

تېره شنبه د ایران له سیستان، بلوچستان سیمې سره د افغانستان نیمرزو ولایت پر پوله د طالبانو او ایراني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د نښتې ویډیويي کلیپونه خپاره شول.

اماج خبري رسنۍ چې دا ویډیويي کیلپونه یې خپاره کړل، ادعا وکړه، چې طالبانو د ایراني پوله ساتو ځواکونو یو شمېر پوستې نیولې دي.

بل لور د ایسنا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په اونیزه غونډه کې د دې موضوع په هکله وویل:

''له افغانستان سره مو د ۹۰۰ کیلومتره پولې اوږدو کې د قاچاقبرو او ورانکارو د مخنیوي لپاره خنډونه او دېوالونه جوړ کړي، د دې لپاره چې په مناسب ځای کې موقعیت ولري، د دې دیوالونو او خنډونو ځینې برخې تر څو سوه متره پورې د ایران په خاوره کې دننه چمتو شوي دي. ''

نوموړی وايي، د پولې بل لور ته د طالبانو پوله ساتونکي له دې موضوع او صفري نکتې سره نابلد وو او ګومان یې کاوه، چې له دې خنډونو وروسته پوله پای ته رسېږي، ''دوی د همدې ناسم پوهاوی له کبله پر ځینې ایرانیانو ډزې کړې چې له کبله یې ایراني پوله ساتونکي هم سملاسي او پر وخت ځوابي اقدام ته اړ شول. ''

نوموړی وايي، په تهران او کابل کې د دې پېښې په هکله خبرې شوې او په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوي لپاره د پولې دواړو لوریو ته د مخامخ اړیکو نظام فعال شوی، چې سملاسي خبرې وشي او بیا دا ډول پېښه رامنځته نه شي.

له دې مخکې د دسمبر پر لومړۍ نېټه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې وویل، له ایران سره پر پوله د دوی د ځواکونو نښته د ناسم پوهاوي له کبله رامنځته شوې وه، خو په وینا یې د دواړو خواو لخوا په همغږۍ ختمه شوې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، کابل او تهران په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوي ګډ اقدامات کړي

د عکس سرچینه، @SKhatibzadeh

د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، کابل او تهران په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوي ګډ اقدامات کړي

په ورته مهال کابل کې د ایران سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده له قوله ویلي و، پر ګډه پوله د دواړو خواو ترمنځ د اختلاف له امله نښته شوې، خو د دواړو لوریو په همغږۍ ختمه شوې ده.

د افغانستان نیمروز ولایت د ایران له سیستان-بلوچستان سره پر ګډه پوله پروت دی.

پر دغه پوله د انساني‌ قاچاق ترڅنګ د نشه یي توکو قاچاق هم کېږي او همدا راز د افغانستان د هلمند او هریردو سیندونو اوبه هم له همدې سیمې ایران ته داخلېږي.‌