کابلوف سراج الدین حقاني سره لیدنه کې؛ روسیه د طالبانو "اړتیاوو پوره کولو " کې مرسته کولای شي

کابلوف

د عکس سرچینه، MOIafg

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف چې نن (پنجشبنه) د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

په دې اړه د طالبانو کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي کابلوف ویلي "روسیه کولای شي چې د افغانستان اسلامي امارت اړتیاوې پوره کړي او د همکاری لاس ورکړي".

طالبان وايي دې لیدنه کې "د دواړو هېوادونو په هر اړخیزو مسایلو بحث وشو."

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي چې ښاغلي حقاني دې لیدنه کې روسیې پلاوي ته ویلي دوی خپلو تعهداتو ته ژمن دي او افغانستان به تر دې وروسته هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو ته خطر نه وي.

يي طالبان

د عکس سرچینه، MOIafg

ښاغلي حقاني تر دې وړاندې د چین بهرنیو چارو زویر وانګ يي سره لیدنه کې هم ویلي و چې "افغانستان به چا ته تهدید نه وي."

طالبان وايي وانګ یې له سراج الدین حقاني سره لیدنه کې ویلي، چې "چین به له افغانستان سره ملګرتیا مخې ته وړي او د سیاسي اعتماد بنسټ به جوړوي."

هغه زیاته کړې چې غواړي "دواړه هیوادونه ښه راتلونکې ولري" او چین به د افغانستان اړتیاوو ته پاملرنه کوي.

کابل ته د وانګ يي او ضمیر کابلوف هممهاله سفرونه؛

کابل

د عکس سرچینه، Samangani

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پنجشنبه کابل کې د طالبانو حکومت له مشرانو سره لیدلي.

د طالبانو د ویاند مرستیال عنایت الله سمنګاني پر خپل ټویټر لیکلي چې د چین بهرنیو چارو وزیر ارګ کې د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په پراختیا ټینګار کړی.

د طالبانو اعلامیه وايي ښاغلي 'يي' دې لیدنه کې ویلي چې چین د طالبانو مثبت ګامونه ستايي خو افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل او د ښځو او ماشومانو ژوندانه کې مثبت بدلون اړین ګڼي.

د طالبانو په وینا د چین بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړې چې هېواد یې افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو له پیاوړتیا سره موافق او دې ته چمتو دی چې دغه هېواد سره د کانونو د استخراج او د سړکونو او روغتونو جوړولو برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال هم دې لیدنه کې چین سره 'رښتینو همکاریو' ته ژمنیتا ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د لوګر د مس عینک کان د استخراج لپاره لاس په کار شي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېد راهیسې افغانستان ته د یوه جګپوړي چینايی چارواکي لومړنی سفر دی.

ښاغلی یي له دې مخکې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۸ مه غونډه کې ګډون درلود.

وانګ يي

د عکس سرچینه، MOFA

د چین بهرنیو چارو وزیر سره دې ناسته کې د طالبانو کابینې ځینو وزیرانو هم برخه اخیستې او د اړیکو او همکاریو د پراختیا د څرنګوالي لپاره یې خپل وړاندیزونه مخ ته کړې دي.

دوی په ځانګړې توګه د پانګونې د پراختیا، اقتصادي زونونو د رامنځته کېدو او له لمر، اوبو، باد او سکرو په استفادې سره د انرژۍ د تولید برخه کې د پانګونې او دغو برخو کې د افغانانو د روزلو غوښتنه کړې.

د چین بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلي و.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي دواړه وزیرانو پر نورو خپلمنځي موضوعاتو سربېره د کمربند او لار پروژه (BRI) کې د افغانستان په شاملېدو هم خبرې وکړې.

وانګ يي دې لیدنه کې امیر خان متقي ته راتلونکې اوونۍ چین کې د افغانستان د ګاونډو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارنو غونډه کې د ګډون بلنه هم وکړې.

طالب مشرانو سره د روسیې د ځانګړي استازي لیدنې

کابلوف

د عکس سرچینه، Samangani

د چین بهرنیو چارو وزیر له دغه سفر سره په یوه ورځ افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی هم د یوه مهم پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

طالبان وايي د روسیې ځانګړي استازي دغو لیدنو کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

ښاغلي کابلوف د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې ویلي روسیه له افغان مسوولینو سره تر هر اړخیزو او تخنیکي بحثونو وروسته چمتو ده چې د ده په وینا د افغانستان له حکومت سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه او تړونونه ولري.

هغه دې لیدنه کې زیاته کړې چې له داسې هر اړخیز پلاوي سره افغانستان ته د ده تګ ښیي چې روسیه د طالبانو لخوا د لومړیتوبونو تر ټاکلو وروسته د عملي ګامونو اخیستو ته ژمنه ده.

ملا برادر هم په خپل وار د روسیې له دولت او خصوصي سکتور غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

ضمیر کابلوف تر ملا عبدالغني برادر وړاندې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلي وو.

کابلوف

د عکس سرچینه، MOfa

پژواک خبري اژانس د طالبانو حکومت د د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاءاحمد تکل په حواله لیکلي چې "ښاغلي کابلوف د اسلامي امارت پالیسي متوازنه او د سیمي او نړۍ د هېوادونو په ګټه وبلله او د نوي حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره کړه. "

ښاغلي تکل ویلي له ضمیر کابلوف سرله مل پلاوي کې د روسیې د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، کرنې او انرژۍ وزارتونو استازي شامل دي.

ښاغلي متقي دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان نوی حکومت سیمه ییز امنیت او اتصال ته جدي پاملرنه لري او غواړي چې افغانستان د اسیا د زړه په توګه د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ، صنعت او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.