نړۍ ته د ملګرو ملتونو پیغام: د افغانستان بشري اړتیاوې له پامه مه غورځوئ

د عکس سرچینه، AFP
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې "یو این ایچ سي ار" مشر فېلیپو ګرانډې چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی، دغه هېواد کې د بشري اړتیاو د حل لپاره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې له افغانستان بهر دې هم افغان کډوالو سره مرستې وشي.
ښاغلی ګرانډې روانه میاشت افغانستان ته تللی او هلته یې د طالبانو د حکومت پر بېلابېلو چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو او ځینو نادولتي ادارو له کارمندانو سره لیدلي دي.
هغه د دغه سفر پر مهال کندهار کې د 'یو این ایچ سي ار' لخوا د یوه جوړ شوي روغتیايي مرکز او جلال اباد کې د نجونو د جوړې شوې لیسې لېدو ته هم ورغلی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ويلي: "څنګه مرسته کولی شو، څرنګه کولی شو د اوسني بشري وضعیت په حل کې مرسته وکړو، چې د میلیونونو افغانانو لپاره خورا جدي دی، چې وږي دي، تږي دي، سرپناه نه لري، بې ځایه شوي او د محرومیت او بې برخې توب احساس کوي."
د افغانستان اوسنی وضعیت
ښاغلی ګرانډي اوسنی وضعیت ډېر پېچلی بولي خو وايي د دوی اداره افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
فېلیپو ګرانډې ويلي: "په داسې یوه مهال درسره غږېږم چې اوکرایین او ګاونډیو هېوادونو کې یې بشري کړکېچ په پراخېدو دی. خو زما پیغام دلته دا دی چې موږ د اوکرایین په څېر سترو ستونزو ته د پام ترڅنګ، د افغانستان په څېر ځایونه له یاده نشو ایستلی چې ثبات او سوکالۍ ته تر ورګرځېدو پورې، د 'یو این ایچ سي ار' او نورو بشردوستانه سازمانونو ملاتړ ته اړتیا لري."
نوموړي ویلي افغانستان کې بشري کړکېچ ته د رسېدو لپاره یې ځینې بنسټېز لارې او پروژې رامخ ته کړي چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.
هغه اړو افغانانو ته د مرستو رسولو برخه کې د طالبانو حکومت د چارواکو له ژمنو خوښ ښکاري او وايي هغوی روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او پاکو اوبو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي په څېر له مهمو خدماتو سره موافق دي.

د عکس سرچینه، AFP
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر وايي اوس په پرېکړو او عمل کې د دغه 'ښه نیت' د ښودلو اړتیا ده او د نجونو او هلکانو د ښوونځیو په بیا پرانیستل کېدو سره باید پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې له نیم میلیون ډېرو افغانانو سره بېلابېلې مرستې کړې.
خو دا د هغو شاوخوا ۲۴ میلیونه اړو افغانانو یوازې پنځمه برخه ده چې ملګرو ملتونو په وینا سږکال بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دغه اداره وايي دمګړۍ د افغانستان له ۱۱ زره ډېرو کلیو او همدا راز د ګاونډیو هېوادونو هغو سیمو کې چې افغان کډوال پکې پنډ دي، د ۵۵ مخلتفو لارو او پروګرامونو په وسیله خلکو ته مرستې رسوي. خو د افغانستان کړکېچ هومره ژور دی چې د کورني اقتصادي له پياوړي کېدو پرته ښايي یوازې د نړیوالو بشري د خلکو ډېرې ستونزې اوارې نه کړي.











