د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: افغانستان کې بېځايه شوې کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتيا لري

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي افغانستان کې بېځايه شويو کورنيو اړتياو پوره کولو لپاره عاجلو مرستو ته اړتيا لري او په دې هېواد کې لوږه بې سارې کچې ته رسېدلې ده.

د يادې ادارې ویاند بابر بلوڅ چې تازه له کابله جنیوا ته ستون شوی یوه خبرې غونډه کې وویل چې افغانستان او نورو هېوادونو کې په زوره بې ځایه شویو کورنیو سره د ژمې موسم کې د مرستو لپاره یو نړیوال کمپاین پیل کړی دی.

ښاغلي بلوچ افغانستان کې د روان بشري کړکېچ په اړه وویل، چې دې هېواد کې د لوږې کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

نوموړی وايي، "له بده مرغه افغانستان کې بشري کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، دې هېواد کې لوږه بې سارې کچې ته لوړه شوې ده. ۲۳ میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۵۵ سلنه کېږي د لوږې خورا لوړې کچې سره مخ دي او نژدې نهه میلیونه وګړي د قحطې له خطر سره مخامخ دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وویل چې افغانستان کې یوازې سږ کال اوه سوه زره کسان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

ښاغلی بلوڅ وايي، "دې کې هېڅ شک نشته په افغانستان کې بشري کړکېچ مخ په خرابېدو دی، دا کړکېچ پراخېږي او څو برابره کېږي. موږ په ژمي کې د بې ځایه شویو افغانانو اړتیاوې په ډاګه کوو. افغانستان کې د شخړې له امله د شاوخوا درې نیم میلیونه بې ځایه شویو کسانو بشري اړتیاوو ته په کتو د ملګرو ملتونو کډوالو اداره د نورې مرستې غوښتنه کوي".

له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د مخ په خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه خبر داری ورکړی. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان مالي شتمني کنګل شوی، بهرنۍ مرستې بندې شوې او بېوزلي زیاته شوې ده.

بېځايه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وايي چې د نورو اړتیاو ترڅنګ د ژمې په را رسېدو بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه، تودو جامو او سوند توکو ته ډېره اړتیا لري خو وايي د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او دوی نه شي کولی ټولو ته مرستې ورسوي.

ښاغلی بلوڅ وايي، "موږ اوس شپیته زره کسانو سره هره اوونۍ مرسته کولی شو، خو چې زرګونه کسانو ته مرسته رسوو زرګونه نور شته چې بشري مرستو ته اړتیا لري. له هغو کسانو سره چې ډېر زیانمنونکي دي عاجلو امکاناتو ته اړتیا ده، لکه هغه مېرمنې چې خاوند نه لري دوی او د دوی ماشومان سرپناه او خوړو ته اړتیا لري".

افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو په اړه داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي چې نړیوال بانک افغانستان کې د بشري کړکېچ مخنیوي لپاره مرستندویه بنسټونو ته له کنګل شویو پيسو ۲۸۰ میلیونه ډالره ورکوي.

ټاکل شوې دا مرستې د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) له خوا تر اړمنو کسانو ته ورسول شي.