د لوږې ځپليو افغان ماشومانو ژغورنه؛ ''دا ځای دوزخ ته ورته دی''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ایلاین یونګ او ټام ډونکین
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د یو شمېر روغتونونو روغتیاپالانو چې ډېری یې بې معاشه فعالیت کوي، په دغه هېواد کې د پراخېدونکي بشري ناورین په هکله له بي بي سي سره خبرې کړې دي.
په دې رپوټ کې یاد شوي ټول نومونه بدل شوي دي.
''ځوانې ښځې چیغې وهلې. ډاکترانو ته یې ویل، چې دا او ماشوم یې باید دواړه ووژل شي. ''
په مرکزي افغانستان کې ډاکترې نوري د جراحي عملیاتو له لارې د ماشوم زېږون پر چارو بوخته وه، چې په وینا یې مېندوارې ښځې ورته وویل:
''نه پوهېږم څنګه به ژوندۍ پاتې شم او څنګه به وکولای شم چې بل انسان وزېږوم. ''
د ډاکتر نوري په روغتون کې دا او دې ته ورته نورې ښځې دومره خوار ځواکه دي، چې پوهېږي که ماشوم یې وزېږي، د خوراک لپاره به یې د دوی په بدن کې پۍ نه وي.
ډاکتره نوري وايي، په زېږنتون کې دومره ګڼه ګوڼه ده، چې مېندوارې ښځې د زېږون لپاره په وینو ککړو کټونو کې څملي او یا همالته د خونې پر غولي کېناستو ته اړې دي.
داسې هم کېږي، چې په یوه کټ کې په یوه وخت دوې، یا درې ښځې څملي.
دا وايي، صفاکارې ښځې تر میاشتو پورې له بې معاشه کار وروسته بالاخره دندې پرېښولو ته اړې شوې دي.
د مرکزي افغانستان دې روغتون په شاوخوا کې شخصي کلینکونه له مخکې تړل شوي دي او اوس په دې یوازیني روغتون کې چې یو وخت له ډېرو معتبرو روغتیايی مرکزونو یو و، د پخوا پرتله څو چنده ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.
د نسايي، ولادي دا متخصصه ډاکتره وايي، ''د هر روغتون زېږنتون تر ټولو د خوښۍ ځای وي، خو په افغانستان کې اوس داسې نه ده. ''
ډاکتره نوري وايي، د سپتمبر په یوازې دوو اونیو کې یې خپل روغتون کې پنځه نوي ماشومان ولیدل چې د لوږې له کبله مړه شول.
دا زیاتوي:
''دا ځای دوزخ ته ورته دی. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان له کلونو وچکالۍ او لسیزو جګړو وروسته مخکې هم له اقتصادي ستونځو سره لاس او ګرېوان و، خو پر دې هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقتصادي سقوط پر لور د دې هېواد یون نور هم چټک شو.
په اګست میاشت کې د نړیوالو مرستو هغه لړۍ چې په افغانستان کې یې پر مټ د ژوند نورو چارو تر څنګ روغتیايي نظام هم روان و، په ټپه ودرېده.
لویدیځوالو مرستندویانو ته ګرانه ښکاره شوه، چې د یوه داسې حکومت له لارې مرستې وکړي، چې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه ردوي، او د سختو سزاګانو ګواښونه کوي.
د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا د دې مانا دا شوه، چې افغانان د ریکارډونو ثبت له پیله راهیسې تر ټولو سخته لوږه ګالي.
دا شمېرې ښيي چې سږ ژمی به نژدې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان کافي خواړه و نه لري.
په افغانستان کې نژدې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونه وار له مخه تړل شوي او پاتې هغه د سقوط له خطر سره مخامخ دي.
رپوټونه وايي، د افغانستان په ځینې لېرې پرتو سیمو کې ډاکتران نه شي کولای هغو ناروغانو ته چې د کرۍ ورځې له سفر وروسته دوی ته د درملنې لپاره ورځي ان د پاراسټامول غوندې درمل هم ورکړي.
پلازمېنه کابل کې بیا د ماشومانو یو لوی روغتون روغتیاپالان چې د خپل روغتون د وړتیا پرتله یو نیم برابر ډېر کار کوي، دا وروستیو کې یې د خوارځواکۍ له کبله د ګڼ شمېر ماشومانو درملنه کړې.
د دې روغتون مشر ډاکتر صدیقي په سپتمبر کې د مرستو له بندیدو وروسته ګڼ شمېر ماشومان لیدلي چې د لوږې، یا د لوږې له لاسه د ناسمو خوړو له کبله ناروغان شوي او وروسته مړه شوي دي.
دی وايي، تر ټولو کم عمره ماشومان له دې وضعیته ډېر ځوریږي او ډېری له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دوی ته داسې وضعیت کې وروړل کېږي، چې د ژغورنې هڅه یې له وخته تېره چاره وي.
دی زیاتوي: ''دا ماشومان معمولاً د زنکندن په حالت کې دلته رارسېږي، زموږ ډېر تلفات همداسې دي. ''
خو دا روغتون د هغو لپاره هم نه خو کافي خواړه لري او نه هم درمل چې په نسبتا ښه روغتیايي وضعیت کې په مناسب وخت روغتون ته لېږدول کېږي.
په روغتون کې د تودوخې مرکزي سسټم له کاره لوېدلې او ډاکتر صدیقي د بخاریو لګولو لپاره د روغتون کارکوونکي د ونو په وچو څانګو ټولولو پسې لېږي.
دی وايي، ''د دې لښتو له سوځولو وروسته د بلې میاشتې اندېښنې اخیستي یو، چې بیا به څه کوو؟ ''
هلته د ډاکترې نوري په روغتون کې بیا د برېښنا پرلپسې پرچاوۍ له کبله د نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخېږي.
دا وايي، د برېښنا پرچاوۍ له کبله څو ځله ناڅاپه د مصنوعي تنفس الات (اینکوبېټر) بند شوي او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.
ډاکتره نوري وايي: ''ډېره سخته ده، چې د سترګو پر وړاندې مو ماشوم ساه ورکوي. ''
ډاکتره نوري وايي، د برېښنا پرچاوۍ له کبله د جراحي عملیاتو لړ کې هم له ستونزو سره مخامېږي:
''ابله ورځ موږ په عملیات خونه کې و، چې برېښنا بنده شوه، هر څه په ټپه ودرېدل. بهر ته مې منډه کړه، له یوه - بله مې مرسته وغوښته، بالاخره یو چا له خپل موټره تېل راکړل، جنراتور مو پرې فعال کړ او بیا مو عملیات وکړل. ''
دا وايي، هر ځل د عملیاتو پر مهال ځکه بېړه کوي، چې د برېښنا پرچاو کېدو وېره ورسره وي.
خو له دې ټولو ستړو، ستونزو سره هم د افغانستان ډېری روغتونونو ډاګتران او کارکوونکي بې معاشه دنده تر سره کوي.
په هرات کې د یوه روغتون مشر ډاکتر رحماني چې پر کورونا وېروس د اخته ناروغانو درملنه کوي، بي بي سي ته د طالبانو حکومت روغتیا وزارت له لوري د اکتوبر پر ۳۰ ورلېږل شوی لیک وښوود، چې له دوی غوښتل شوي، د پیسو موندل کېدو تر وخته دې بې معاشه کار وکړي.
د سې شنبې پر ورځ ډاکتر رحماني بي بي سي ته ومنله چې پیسې نه دي موندل شوې او روغتون یې تړل شوی دی.
په ځینې تصویرونو کې لیدل کېږي چې له دې روغتونه ناروغان په تذکرو کې ایستل کېږي، خو دا معلومه نه ده، چې چېرته لېږدول کېږي.
دلته نژدې د یوه بل روغتون وضعیت هم ډېر مختلف نه دی، چې په نشو د روږدو کسانو درملنه پکې کېږي.
د دې روغتون مشر ډاکتر نوروز وايي:
''ځینې ناروغان دي، چې باید په کټ پورې وتړل شي، د ځینې نورو بیا لاسونه په ځولنو تړل کېږي، سختې دورې پرې راځي، خو زموږ لپاره د دوی پالنه ډېره ګرانه ده، له مناسبو وسایلو پرته د دې ناروغانو لپاره زموږ روغتون د یوه زندان په څېر دی. ''
له دې روغتونه هم کارکوونکي په وتلو دي، او د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دی.
ډاکتر نوروز وايي، په راتلونکي ساړه ژمي کې د ناروغانو حالت ته اندېښمن دی. دی وايي: ''دوی معمولاً په کنډوالو کې، تر پلونو لاندې یا په هدیرو کې اوسېږي او دا داسې وضعیت دی، چې د انسان لپاره زغمل ناشوني دي. ''
بل لور د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد سپتمبر میاشت کې بي بي سي پښتو څانګې ته ویلي، له نړیوالو مرستندویانو سره د مرستو بیا فعالیدو لړ کې کار کوي.
خو ډېری مرستندویان بیا هڅه کوي، د مرستو پیسې د هغو اندېښنو له کبله چې ښايي د ټاکلي هدف لپاره و نه کارېږي، د طالبانو په لاس له ورکولو ډډه کوي.
ملګرو ملتونو دې لړ کې لومړی ګام واخیست او د تېر نومبر پر ۱۰ یې ۱۵ میلیونه ډالر مستقیماً د افغانستان روغتیا نظام ته ورکړل.
له دې پیسو اته میلیونه ډالر د تېرې میاشتې معاشونو په توګه د روغتیا برخې ۲۳۵۰۰ کارکوونکو ته ورکړل شوې.
دې لړ کې له څه نه څه مرستې سره نورې نړېوالې ادارې هم رامخته کېږي، خو بل لور وخت په چټکۍ سره تېرېږي.
په داسې حال کې چې د ډاکترې نوري د روغتون ناروغانې له سختې یخنۍ د ځان ساتنې هڅې کوي، دا وايي:
''ژر به د څښاک لپاره اوبه هم و نه لرو. ''
د ژمي یخنۍ کې به د هند او پاکستان په څېر هېوادونو لخوا د اړتیا وړ توکو رسېدل هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.
ډاکتره نوري چې خپله کورنۍ یې هم له ستونزو سره مخامخ ده وايي: ''دغه ښځې چې له ماشومانو سره له روغتونه وځي، زه ورته اندېښمنه یم، دوی هیڅ پیسې نه لري، ان د خوړو موندلو لپاره هم ورسره څه نه شته. زه چې یوه ډاکتره یم، د کافي خوړو توان نه لرم، څه پیسې مې چې سپمولې وې، ټولې مې خرڅې کړې. هر سهار له ځانه پوښتنه کوم چې د څه لپاره دندې ته ځم، خو ځواب نه لرم، ښايي زه لا هم ښه راتلونکي ته هیله منه یم. ''
د دې رپوټ ځینو برخو چمتو کولو کې علي همداني، کاوون خموش، احمد خالد او حفیظ الله معروف هم مرسته کړې.









