د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان د خوړو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو خوړو سازمان 'ډبلیو ایف پي ' مسوولینو خبرداری ورکړی، که سملاسي اقدامات و نه شي، سږ ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.

مسوولین وايي، داسې احتمالي خطر شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي.

بل لور د ماشومانو ملاتړ نړیوال سازمان مسوولین وايي، کابل کې ماشومان د لوږې له لاسه مري او د خوړو بې ساري کموالي له کبله نژدې ۱۴ میلیونه افغان ماشومان لوږه ګالي.

د یاد سازمان مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د شمېرو له ارزونې وروسته معلومه شوې چې افغان ماشومان د بل هر وخت پرتله اوس د لوږې له احتمالي خطر سره ډېر مخامخ دی.

دې سازمان د ځايي رسنیو یو رپوټ یادونه کړې، چې د یوه جومات ملا امام له قوله وايي، د کابل لوېدیځ کې اته بې سرپرسته ماشومان له لوږې مړه شوي دي. دغه عیني شاهد ځايي رسنیو ته ویلي چې مړو شویو ماشومانو کې څلور نجونې او څلور هلکان شامل دي چې عمرونه یې د ۱۸ میاشتو او اتو کلونو تر منځ وو.

د ډبلیو ایف پي اجراییه مدیر ډېویډ بیاسلې وايي: ''افغانستان له خورا ناوړه بشري کړکېچه تېرېږي او موږ غمیزې ته شیبې شمارو. ''

د اګست په نیمايي کې د طالبانو ولکې ته د افغانستان له غورځېدو وروسته د دغه هېواد کمزوری اقتصاد لا ناتوانه شو، چې وار له مخه پر بهرنیو مرستو تکیه و.

لویدیځو هېوادونو له دې هېواد سره مرستې بندې کړې، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د دې هېواد ساتلې پیسې کنګل کړې.

یو هېواد په داسې صورت کې پر بهرنیو مرستو تکیه بلل کېږي، چې د ناخالص عاید یا 'جي ډي پي ' لس سلنه یې پر بهرنیو مرستو تر لاسه کېږي، خو د افغانستان په هکله د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې د جي ډي پي ۴۰ سلنه یې له همدې لارې پوره کېده.

ډبلیو ایف پي مسوولین خبرداری ورکوي چې د ژمي له رارسېدو سره به له هغو افغانانو سره مرسته لا ستونځمنه کړي، چې اړمن دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، EPA

د دې سازمان مسوولین وايي، دا لومړی ځل دی، چې د خوړو کمښت او نه خوندیتوب لړ کې د ښاري او کلیوالو سیمو افغانان په ورته ډول له ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو خوړو او کرهنې چارو څانګې کیو یو دونګېو په دې هکله وايي:

"موږ باید افغانستان کې (د مرستو رسولو لړ کې) سملاسي لاس په کار شو، خپل ظرفیت او چټکتیا ډېر کړو، چې د سخت ژمي له راتګه مخکې چې ډېرې لارې بندېږي، د میلیونونو افغانانو، چې کروندګر، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان ټول پکې شامل دي، د لوږې مخه ونیسو. "

تېره سپتمبر میاشت کې ډبلیو ایف پي سازمان داسې حال کې وویل، یوازې پنځه سلنه افغانان کافي اندازه خواړه لري، چې د اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې ناڅاپه ډېرې لوړې شوې.

د اکتوبر لومړیو کې بیا دې سازمان خبرداری ورکړ چې د کافي خوراک نشتوالي له کبله د نژدې یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

همدې سپتمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو جنېوا کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له لوري د یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنې وشوې چې نژدې درېیمه برخه یې د خوړو نړیوال سازمان د مرستو لپاره په پام کې نیول شوې.

خو یاد سازمان پر دوشنبه ویلي، د ملګرو ملتونو بشري مرستو پروګرام ته یوازې درېیمه برخه رسېدلې.

دغه سازمان وايي، دوی به هدف ته د رسېدو لپاره هره میاشت ۲۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ولري او اوسنۍ مالي مرستې یې د 'سمندر مقابل کې څاڅکی ' بللې دي.

په تېرو څلورو کلونو کې دویم ځل د افغانستان سږنۍ سخته وچکالي یو بل لامل بلل کېږي، چې افغانستان کې یې د خوړو بحران لا پراخ کړی دی.