افغانستان کې د خوړو کړکېچ
افغان چارواکي وايي د هېواد نژدې ۵۵ سلنه وګړي يې بېوزلۍ تر کچې ټيټ حالت کې ژوند کوي، او شاوخوا ۴۵ سلنه یې د خوړو له خونديتوبه بې برخې دي. پر همدې مهال افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان څانګې مشر ويلي د خوړو خونديتوب، لوږه او خوارځواکي د ميليونو افغانانو لپاره پرله پسې ننګونې دي، او د کورونا کړکېچ دا حالت لا ناوړه کړی دی. رسمي شمېرې ښيي د کليوالو سيمو وګړي د خوړو خونديتابه له مخې له ډېر خطر سره مخامخ دي. نور ګل شفق پرې نور حال راکوي.