افغانستان کې د بشري کړکېچ مخنیوي هڅې؛ د طالبانو یو پلاوی سویس ته تللی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د طالبانو یو پلاوی جنیوا کې دی، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو او د سویس له چارواکو سره افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د فرانس پریس خبرې اژانس د رپوټ له مخې ټاکل شوې دا پلاوی د سویس د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو، د سره صلیب له استازو او دنورو نا دولتي بنسټونو له چارواکو سره وګوري.
جنیوا ته د طالب پلاوي دا سفر د جنیوا کال په نوم د یوه نادولتي بنسټ له خوا تنظیم شوی او موخه یې له افغانستان سره د بشري مرستو او بشري حقونو په اړه خبرې دي.
فرانس پریس خبرې اژانس رپوټ ورکړی چې د طالبانو دا پلاوی به د سویس او د یو شمیر نورو اروپايي هېوادونو له چاروکو سره وګوري.
خو د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټېنګار کړی چې دا سفر د طالبانو دحکومت په رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.
د سویس یوه ځايي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې د تصفیې کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي د دې پلاوي مشري کوي، خو د پلاوي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د جنیوا کال مشر الن ډیلېټروز ویلي له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره تعامل لري او دا سفر د همدې لړۍ یوه کړۍ ده.
هغه ځايي رسنیو ته ویلي افغانستان کې پراخې بیوزلۍ ته په کتو د مرستندویه بنسټونو د غونډو دا لړۍ چې یوه اونۍ به دوام کوي د دې لپاره جوړه شوي چې طالبان بشري معیارونه وساتي او عملي یی کړي.
ځايي رسنیو د سویس د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې د دې وزارت چارواکي له طالب استازو سره ګوري او د دې لیدو کتو هدف بشري مسلو ته درناوی، بشري مرستو ته د لاسرسي اسانول او د ښځو او لږکیو حقونو په ګډون د بشري حقونو په اړه د پوهاوي زیاتول دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا د طالبانو دویم پلاوی دی چې یوه اروپايي هېواد ته سفر کوي، خو د طالبانو د پلاوي مشري داسې څوک کوي چې نه په بشري مرستنو او نه هم په بهرنیو اړیکو کې ښکېل دی.
له دې وړاندې د طالبانو پلاوی ناروې ته تللی وو ، خو پرضد یې څو اروپايي ښارونو کې لاریونونه وشول.









