افغانستان کې لوږه: د مخنيوي لپاره يې ملګرو ملتونو د مرستو غږ کړی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې لوږه: د مخنيوي لپاره يې ملګرو ملتونو د مرستو غږ کړی

ملګرو ملتونو د راتلونکي ۲۰۲۲ کال لپاره د ۴۱ میلیارده ډالرو بسپنې ټولولو غوښتنه کړې چې نړۍ کې پرې د بشري کړکېچ مخه ونیسي.

دغه نړيوال سازمان وايي افغانستان، یمن، سوریه او ايتيوپيا هغه هېوادونه دي چې د بشري ناورین مخنيوي لپاره په کې ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

افغانستان له وړاندې پر بهرنیو مرستو پایېده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کې اوس له نیمو ډېر وګړي پوره خواړه نه لري.

حفیظ الله معروف پرې رپوټ لري.