"کابل کې نیول شوې څلور ښځينه فعالانې بېرته خوشي شوې دي"

له افغانستانه وروستي رپوټونه وایي، پروانه ابراهيم خېل او درې نورې مدني فعالانې چې څه موده مخکې په کابل کې په يوه مظاهره کې د ګډون په تور نيول شوې وې بېرته خوشې شوې دي.
په دې ډله کې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خېل، مرسل عیار، زهرا محمدي، یو شمېر نورې ښځې شاملې وې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما هم په یو ټويټ کې ويلي چې څلور ښځينه فعالانې خوشې شوې دي.
يوناما وايي، "ملګري ملتونه د هغو هڅونکو راپورونو هرکلی کوي چې وايي، څلور بې درکه شوې افغان ښځينه فعالانې چې ځينې يې له څو اوونيو راهيسې ورکې وې، بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي. د دوی خونديتوب خورا مهم دی، يوناما به د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي".
بل لور ته د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ادعا کړې ده چې وسلوالو طالبانو د یوې چاپې پر مهال د ښځو او ماشومان په ګډون څلوېښت تنه نیولي دي خو شېبې وروسته يې خپل ټويټ لېرې کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
طالبانو د خوشې شویو ښځینه مدني فعالانو د نیونې په اړه هم تر دې دمه څه نه دي ویلي او تل یې رسنیو ته ځواب دا و چې دا مېرمنې له دوی سره نه دي.
خو د دغو مېرمنو کورنیو او نړیوالې ټولنې یې د لاردکۍ پړه پر طالبانو ور اچوله او له دې ډلې یې په کلکه د دغو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کوله.
افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته ډېری ښځې په کورونو کې ایسارې دي او خپلو دندو ته نشي ستنېدلی.
یو شمېر افغان مېرمنو پلازمېنه کابل او ځینو نورو ښارونو کې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجونه هم وکړل.
نړیواله ټولنه هم له میاشتو راهیسې پر طالبانو ټینګار کوي چې باید ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.










