افغان خبریالان د طالبانو لخوا د وهل کېدو کیسه کوي

خبریالان

د عکس سرچینه، MARCUS YAM/LOS ANGELES TIMES/SHUTTERSTOCK

افغانستان کې مېشت یو شمېر خبریالان وایي، طالبانو له دې کبله نیولي او وهلي ټکولي چې د دې ډلې پر ضد د روانو احتجاجونو خبري پوښښ یې کاوه.

پر خواله رسنیو د 'اطلاعاتو روز' ورځپاڼې د هغو دوو خبریالانو عکسونه لاس په لاس کېږي چې پر ملا او د بدن پر نورو برخو یې د زخمونو او د شکنجې نښانونه دي.

دا خبریالان وایي، پلازمېنه کابل کې د پاکستان ضد احتجاجونو پر مهال د طالبانو لخوا نیول شوي او وهل ټکل شوي‌ دي.

په دوی کې د تقي دریابي په نامه یو خبریال وایي، د کابل په یوه ولسوالۍ کې د پولیسو حوزې ته بېول شو او هلته د طالبان وسلوالو لخوا په لغتو ووهل شو.‌

د چارشنبې پر ورځ کابل کې د پاکستان ضد احتجاجونو پر مهال هلته د بي بي سي خبري ډلې ته هم د خبري پوښښ اجازه ورنکړل شوه.

په همدې احتجاج او لاریون کې د 'اطلاعات روز' ورځپاڼې یو بل عکاس نعمت الله ناقدي هم ونیول شو او د پولیسو حوزې ته بېول شو.

دا دواړه خبریالان ادعا کوي چې د طالبانو لخوا په لرګیو، برېښنایي کېبلونو او قمچینو وهل شوي.

طالبانو دا خبریالان تر نیولو څو ساعته وروسته بېرته خوشي کړل او په دې اړه یې تر اوسه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

"لاسونه یې شاته را وتړل او شکنجه یې کړم"

که څه هم د پېښې بشپړ جزئیات نه دي څرګند او طالبانو هم رسماً دې ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دې خبریالانو د بي بي سي سکندر کرماني ته خپله کیسه وکړه. نعمت الله ناقدي وایي:

"زه یې یوې بلې کوټې ته بوتلم او لاسونه یې شاته را وتړل.‌ له ځانه مې دفاع ونکړه، ځکه پوهېدم چې نور به مې هم ووهي.‌ ځان مې پر ځکه واچولو.‌ دومره مې کول چې بس له مخې ژوبل نشم.‌ اته کسان راغلل او زما په وهلو یې پیل وکړ.‌ د پولیسو کوتکې، ربړ او هر څه یې چې په لاس کې وو زه یې پرې ووهلم. پر مخ مې نښان هم د لغتې دی. چې بېهوښه شوم نو بس یې کړه. یوه بله ودانۍ کې یې جلا کوټې ته بوتلم او هلته یې پرېښودلم. ''

Injured journalists Taqi Daryabi, left, and Nematullah Naqdi Naqdi

د عکس سرچینه، MARCUS YAM/LOS ANGELES TIMES/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، ټپي شوي خبریالان تقي دریابي کیڼ لاس ته او نعمت الله نقادي

دویم خبریال تقي دریابي بي بي سي ته وویل، له وهل کېدو وروسته بېهوښه شوی و او شاوخوا دوه ساعته وروسته ازاد کړل شو. نوموړی وایي:

"قدم مې نشو اخیستلی. خو طالبانو راته ویل چې چاپک چاپک وخوځېږو. په سخت درد کې وم".‌

نعمت الله ناقدي وایي، کله یې چې کابل کې د احتجاج انځورونه اخیستل پیل کړل نو طالب وسلوالو هڅه وکړه چې کامره یې ورنه واخلي. نوموړي اې اېف پي خبري اژانس ته د خپلې شکنجې په اړه ویلي:

"یو طالب وسلوال خپل بوټ زما پر سر راکېښود. زما مخ یې په کانکرېټو پورې را وموښه. پر سر یې لغتې راکړې. فکر مې کاوه چې وژني مې".

دی وایي، له طالبانو یې پوښتنه وکړه چې ولې یې وهي، او هغوی ورته وویل، "بختور یې چې سر نه درنه پرېکوو".

"د طالبانو ژمنې تشې خبرې وې"

همدا راز د طلوع نیوز خبري شبکې هم ویلي چې د دوی یو تن کامره من د طالبانو لخوا نیول شوی و او څو ساعته وروسته بېرته خوشې شو.

د (سي پي جې) په نامه غیر دولتي اداره هم وایي، په تېرو دوو ورځو کې د احتجاجونو پر مهال لږ تر لږه ۱۴ تنه خبریالان نیول شوي.

د دې ادارې د اسیا برخې مشر سټیون بټلر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبانو ثابته کړه چې د بیان د ازادۍ په اړه ټولې ژمنې یې تشې خبرې وې.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې پر خپله ژمنه عمل وکړي، د خبریالانو له نیولو او وهلو ډډه وکړي او اجازه دې ورکړي چې وېرې پرته خپله دنده ترسره کړي.

یاده دې وي چې طالبانو د اګست میاشتې پر پنځلمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه او دوه ورځې وړاندې یې خپله سرپرسته اداره او کابینه هم اعلان کړه.‌

له هماغه راهیسې دې ډلې له اجازې پرته پر لاریونونو او احتجاجونو بندیز لګولی، خو له دې بندیز سره سره بیا هم پنجشنبه د ښځو یوې کوچنۍ ډلې افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد احتجاج وکړ.‌