یوناما: طالبان باید د اریانا نیوز خبریالانو نیولو دلیل څرګند کړي

رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان خبریالانو مخکې هم د طالبانو بندیزونو شکایتونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وايي، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

د یوناما په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي:

''د بیان او رسنیو ازادۍ په هکله اندېښنې ډېرېږي. طالبان باید په عام محضر کې د اریانا نیوز خبریالانو د نیولو دلیل ووايي او د افغانانو د حقونو درناوی وکړي. موږ دغه راز له طالبانو د بې درکه شویو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي څرګندولو غوښتنه پرلپسې تکراروو. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې د اریانا نیوز خبري شبکې مشر شریف حسن یار ادعا وکړه، چې طالبانو د دوی دوه خبریالان اسلم حجاب او وارث حسرت ''په بوږنونکي انداز '' نیولي دي.

ښاغلي حسن یار ویلي، ''د نیول شویو خبریالانو کورنۍ یې سلامتیا ته انېښمنې دي. ''

د بښنې نړیوال سازمان هم له طالبانو غوښتي چې دا خبریالان سملاسي او له قید او شرط پرته خوشي کړي.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څانګې په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، ''د طالبانو لخوا د اریانا نیوز دوو خبریالانو مستبدانه نیول هېڅ توجیح نه لري. پر رسنیو دا ډول پاروونکي بریدونه د بیان ازادۍ لپاره سخت ګواښ دی. طالبان باید سملاسي او له قید او شرط پرته دوی‌ (نیول شوي خبریالان) خوشي کړي. ''

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې پرلپسې ادعا کړې، چې خبریالان باید ''د رسنیو د قانون په چوکاټ کې په رښتوني او سالم ډول رسنیز فعالیت ولري. ''

یادونې ده، چې د افغان خبریالانو فدراسیون همدا وړمه ورځ ادعا وکړه، چې د جنورۍ پر ۲۶ مه یې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وضعیت، معلوماتو ته د لاسرسي او له خبریالانو سره د زور زیاتي پر موضوع یوه خبري غونډه رابللې وه، چې طالبانو 'ګډوډه کړه ' دوی یې 'وګواښل ' او د فدراسیون پر مسوولینو یې فشار راوړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په ټویټر پیغامونو کې په مستقیم ډول د دې تورونو یادونه و نه کړه، خو په وینا یې هغه رسنۍ چې غواړي په 'عادي ' ډول فعالیت وکړي، ''باید باید خپل پای ته رسېدلي جوازونه بېرته تمدید کړي، پاتې مالیې ورکړي او د رسنیو د قانون په چوکاټ کې په رښتوني او سالم ډول رسنیز فعالیت ولري. ''

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې د خبریالانو غونډې لغوه کول د بیان پر ازادۍ د محدویت لګول بللي وو.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

یو شمېر ځایي رسنیو له دې مخکې بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي.

خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپلې چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري.